طالبانو په هلمند کې ۲۲ سرحدي پولیس وژلي دي

هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه شمېر کیږي.هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه شمېر کیږي.

ځايي مقامات وايي چې په هلمند کې د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کي ۲۲ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره په نښتې کې ۳۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي .

دغه پولیس په هلمند کي د ۶۰۴ سرحدي زون اړوند سرتیري دي چې تېره شپه د هلمند په شمال نوزاد ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې راګېر شول.

د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام چي نه يې غوښتل نوم يې خپور شي د امریکا غږ اشنا ته وويل چې د دغو سرحدي سرتېرو مړي يې نن چهارشنبه د سرحدي زون قومندانۍ ته انتقال کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د وژل شویو برید کوونکو مړي په سیمه کې پاتې دي.

د هلمند د ۶۰۴ سرحدي قواوو قومندان جنرال محمود پدې باب له خبرو څخه ډډه وکړه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په خبرو کي یوازي په نوزاد ولسوالۍ کې جګړه تاید کړه او ویې ویل چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *