د آلمان کین اړخو ګوند یو استازي:

د ترکیې تګلاره له داعش سره پټ ملاتړ

د آلمان سوسیالیست ګوند یوه سیمه ایز استازي د ځینې لاسوندونو له مخې ویلي: له داعش سره مبارزه دآک پارتي ویترین وو او دا بهیر کورني او برهني اهداف لټولي او د پردیو پر پلونو پل ایږدي.

د آلمان سوسیالیست ګوند دې سیمه ایز غړي “سویم داگدلن” ویلي: د ترکیې بهرنۍ سیاست “PYD” او د سوریې په شمالي سیمو کې له داعش سره دمبارزې په بهانه د کردي وسله والو د ځپلو په لټه کې دی

دوی پّ دې آند دي چې کردي وسله وال د سوریې له خاورې ترکېې ته دننه کیږي او په دې هیواد کې بریدونه تر سره کوي په ځانګړې توګه د ترکیې پر امنیتي سرتیرو

دا په داسې حال کې ده چې اردوغان وایي ترځو د نامنیو په پلمه عمومي افکار په خپل لور را وګرځوي او که چیرې کردان ډير واک تر لاسه کړي نو دنظام په جوړښټ کې به ډير واک د ټاکنو له لارې تر لاسه کړي او کیدای شي دا مسله د ناامنیو د ډيرښت لامل وګرځي.

اوس ویل کیږي چې د MHP د ګوند پّ رایو کې ریزش د اردوغان له مهمو موخو څخه شمیرل کیږي.

د آلمان دې کین اړخي استازي له داعش سره د مبارزې په هکله د آلماند تګلارې اوله ترکیې سره د یوالي په هکله پوښتنې را ولاړې کړې دي او له سوریې سره ګډې پولې ته نږدې یې د آلماني توغندیو پر سیستم بیا کتنه کړې ده.

د ویلو وړ ده چې څه موده وړاندې د آلمان استخباراتي ادارې ”BND” له داعش سره د آک ګوند د تړاو په هکله اسناد خپاره کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *