اچين كې توپچي او ډرون بريدونه، ۲۱ دعشيان مړه، ۸ ټپيان

چارواکي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې او افغان ځواکونو توپچي بریدونو کې د نږدې ۳۰ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د اچین ولسوال حاجي غالب وویل، بهرنیو ځواکونو پرون مازيګر شاوخوا ۴ بجې د دغې ولسوالۍ په پيښې سیمه کې پر داعش وسله والو ډرون برید کړی دی چې په ترڅ كې يې ۱۱ داعشيان وژل شوي دي: (( پنځه كسه په كې بټي كوټيان دي، نور بهرني داعش غړي دي چې ډېر مهم كسان وو، اوس مو چې معلومات وكړل دوه درې نور يې ورك هم دي، خو دمګړۍ د ۱۱ داعشيانو وژل كېدل درته تاييدولى شم.))

بلخوا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستولې خبرپاڼه کې ويلي، اچین ولسوالۍ کې یې د توپچي بریدونو پرمهال ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي اردو توپچي ځواکونو پر عبدالخیلو سیمه توپچي بریدونه کړي چې له امله یې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۸ نور يې ټپيان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو بریدونو کې د وسله والو دوه عرادې موټرې هم له منځه تللي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *