د ملي اردو د سرتېرو او پولیس وژونکو مرګ روا دی

   ظاهر حقاني زیاته کړه دملي اردو، پولیسو وژونکي او د افغانانو په حریم تېري کوونکي، چې هر څوک وي دوی د هغې د وژلو فتوه ورکوي.

په ننګرهار ولایت کې د یوې غونډې پرمهال د علماو شورا غړو په هېواد کې د ملي پولیسو، اردو او حکومتي کارکوونکو وژونکو مرګ روا بللی.

د دې ولایت د بېلا بېلو ولسواليو ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ولایتي شورا او ولسي جرګې استازو نن دوشنبه ( د اکتوبر۱۲مه) په شاهي مانۍ کې د وسله والو پر ضد له حکومت ملاتړ اعلان کړ.

ګډونوالو وویل: دوی تیار دی چې په ننګرهار کې د دولت د مخالفو وسلوالو پرضد په جګړه کې له حکومت سره اوږه پر اوږه ودریږي او ملاتړ يې وکړي.

د ننګرهار علماو، شورا یو تن غړي مولوي ظاهر حقاني وویل: هره هغه ډله چې ددې وطن ساتونکي، ملي اوردو، ملي پولیس او بچیان يې وژني مرګ يې روا دی او ځنډ ورته مه کوئ.

ظاهر حقاني زیاته کړه دملي اردو، پولیسو وژونکي او د افغانانو په حریم تېري کوونکي، چې هر څوک وي دوی د هغې د وژلو فتوه ورکوي.

وسله والو طالبانو یا بل کوم لوري تر اوسه ددې فتوې په رد کې څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم ځېني ديني عالمانو د ملي اردو او پولیسو وژل ناروا بللي و.

د شینوارو ولسوالۍ یو قومي مشر ملک سید حکیم وویل: هر هغه څوک چې ددوی مرستې لپاره اواز پورته کوي دوی يې ملاتړ کوي او تر شاه يې ولاړ دي.

همدارنګه، په ولسي جرګه کې ددې ولایت د خلکو استازي حاجي حضرت علي، په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې دوی له ولس سره په خپله کړې ژمنه ولاړه دي.

حضرت علي زیاته کړه، چې دوی د وسله والو په خلاف د امنیتي ځواکونو په څنګ کې ولاړ دي.

خو په غونډه کې د ننګرهار والي په لومړي ځل په سېمه کې د وسله والو په خلاف د امنيتي ځواکونو د عملیاتو خبره یاده کړه.

والي سلیم خان کندوزي وویل، په ننګرهار کې د وسله والو په خلاف په عملیاتو کې به حکومت مخکې او خلک به یې تر شا د ملاتړ له پاره ولاړ وي.

کندوزي وویل، چې دوی به هغه سیمې چې وسله وال په کې فعال دي پاکې کړي او خلکو یې د مرستې غوښتنه وکړه، چې بیا دغه سیمې خوندي وساتي.

په ننګرهار ولایت کې د تېرو څو میاشتو راهیسې نا امنیو زور اخیستی، ددې ولایت په بېلا بېلو ولسواليو کې داعش وسله وال پیاوړي شوي او د ولسي خلکو ترڅنګ یې وسله وال طالبان هم له سېمو وتلو ته اړ کړي دي.

داعش پلوه وسله والو ددې ولایت په شېنوارو، اچین او کوټ ولسواليو کې لومړی د وسله والو طالبانو او اوس د حکومتي ځواکونو پر خلاف جګړې پېل کړي دي.

باید وویل شي، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدیر هم وویل، چې ډېر ژر به د داعش وسلوالې ډلې پرضد ولسي جنګي حرکت پیل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *