پکتيا کې د بهرنيو ځواکونو الوتکه غورځیدلې

د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د امريکايي ځواکونو د يوې الوتکې له نسکورېدو خبر شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

د دې ولايت امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخېل، وويل، هغه ځای چې احتمال کېږي امريکايي الوتکه به په کې راغورځېدلې وي، ناامنه او غرنۍ سيمه ده او د معلوماتو کره کول به يې وخت وغواړي.

له بلې خوا د سيمې خلک وايي، چې د امريکايي چورلکې ټوټې يې ليدلې، چې نن ماښام راغورځېدلې ده.

د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ د کوه سين سيمې يوه اوسېدونکی سيدالله پژواک وويل، چې له ماښام راهيسې امريکايي الوتکې په ياده سيمه باندې الوتنې کوي.

وسله وال طالبان بيا وايي، چې نن مازيګر کابو پنځه بجې يې د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ په کوه سين سيمه کې يوه جنګي الوتکه رانسکور کړې ده.

خو په کابل کې د ناټو ځواکونو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې د دوى کومه الوتکه نه ده غورځېدلې او نه هم په دې اړه کوم راپور لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *