فراه: د كومانډو عملياتو دوام، ۶ وسله وال مړه، ۵ ټپيان

فراه: د كومانډو عملياتو دوام، ۶ وسله وال مړه، ۵ ټپيان چارواكي وايي، د فراه په كهنه بالابلوك ولسوالۍ كې د كومانډو ځواكونو د درې ورځنيو نظامي عملياتو په دوام ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

په فراه كې د ملي اردو ځواكونو وياند عبدالرووف رحماني كليد ته ويلي، دغه عمليات د وسله والو د ځپلو لپاره د حكومت لخوا پيل شوي چې د دوشنبې په ورځ يې د نښتو پر مهال ۶ وسله وال مړه او ۵ نور ټپي شوي دي: (( په جګړه كې زموږ ۵ سرتېري هم ټپيان شوي.))

نوموړي ويلي، د عملياتو په دوام تېره ورځ هم د فراه لپاره د طالبانو د تش په نوم مرستيال والي ملا ابراهيم او ۱۴ نور ملګري يې د بالا بلوك په شيوان سيمه كې وژل شوي دي.

دا عمليات په داسې حال كې پيل شوي چې يوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په همدې سيمه كې ګڼ افغان ملي اردو عسكر او د نظم عامه سرتېري محاصره كړي وو، خو وسله وال له كلك مقاومت وروسته پر شا شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *