د ملی یوالي حکومت د لومړۍ کلیزې په ویاړ د هیواد امینتي حالت د یوه پیچلی نوی پړاو سره مخ شو چی د خلکو پر وړاندی د خلکو رضایت د پخوا په پرته تر ډیره لړزانده کړ

د کندز ولایت د وسله والو طالبانو لاس ته ولوید او د په تیرو خوارلسو کلونو کی د لومری خل لپاره وسله وال طالبان د یوه لوی شار په نیولو بریالی شول دا داسی ناخاپی پیشه وه چی د هیچا دا فکر نه کاوه چی د هیواد په شمال کی د کندز ولایت د وسله والو طالبانو لاس ته ورشی طالبانو له یوه کال راهیسی په شمال کی خپلو خوخشتونو ته زور ورکری او لومری ولایت کندز وو چی د دریو ورخو لپاره یی نیولی وو

د تیرې اونۍ دوشنبه په ورځ چې د ملي یوالي حکومت له لومړۍ کلیزې سره یې سمون درلود لنډ خو زړه بوګنونکی خبر خپور شو. هغه خبر د وسله والو طالبانولاس ته د کندز ولایت د ورتګ په هکله وو. وسله والو طالبانو په ناببره توګه کندز ولایت له یوې څلور ساعته نښتې وروسته ونیو. د کندز له سقوط وروسته د حکومت په دننه او بهر کې نارې سورې پورته شوې او هر مسول په خپل وار سره وویل چې د طالبانو له برید څخه با خبره وو.

خو اصلي پوښتنه تر اوسه هم بې ځوابه پاتې ده هغه د چې ولي کندز ولایت د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی؟ دا پوښتنه چې د ملي یوالي د حکومت له کړۍ وتلې پوښتنو څخه شمیرل کیږي او حتی د پخواني ولسمشر حامدي کرزي واکمنۍ ته ورګرځي ټولیزه پوښتنه داده چې د د هیواد شمال ولي ناامنه شو؟

د کندز ولایت د سقوط لپاره دیری دلایل ویل شوي ولسمشر په داسې حال کې د وسله والو طالبانو دکندز ولایت ټولې ادارې او ښآر نیولی وو د مایکروفون تر شا وویل کندز ددوی تر کنترول لاندې دی د ولسمشر دا څرګندونې په داسې ډول وې چې ګواکي په کندز ولایت کې هیڅ ډول جګړه نه ده رامنځ ته شوې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي چې د قانون له مخې یې د سرپرستۍ موده هم بشپړه شوې وویل: په کندز ولایت کې مو د ملکي تلفاتو د مخینوې لپاره په سترو عملیاتو لاس نه دی پورې کړی. د دولت وسله وال مخالفین د اختر له ورځو په ګټې اخستنې سره ښآر ته ننوتلي او جګړه د ښار له د ننه پیل شوه. د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت ریس هم د منلو وړ څه نه درلودل یو ه امنیتي چاراکي هم په کندز ولایت کې د معاملې تر سره کیدل رد نکړل او ددې ښار د نیولو ژمنه یې وکړه چې د تیرې اونۍ د پنجشنبه په سهار دا ښار د وسله والو مخالفینو څخه پاک کړل شو.

د حکومت اجرایي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په اویایمه کلنۍ غونده کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی وو په دې غونډه کې یې د خبرو وخت مخکې کړ او له مودې وړاندې هیواد ته را ستون شو. خو هیواد ته دې راستنیدلو هم کومه ګټه نه درلوده او له دې راتګ سره طالبانو د امام صاحب ولسوالی او بالا حصار هم ونیول

د بنجشنبه شپه وه چې د ولسمشر چې د امینتي خواکونو لوی قومندان هم دی امینتي ځواکونو ته سره کرښه ویسته او په همدي نیمه شپه د کندز عملیات پیل شول د پنجشنبه په سهار امنیتي ځواکونو په خپلو فیسبوک پاڼو کې د کندز ولایت د بیرته نیول خبر ورکړ ویلي یې وو چې دا ښآر یې له وسله والو طالبانو پاک کړی دی دوی ویلي په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې او په هره کوڅه کې د طالبانو مړي پراته دي.

خو له دې سره طالبانو یو ګام وړاندې کیښود او دا نیول ددوی د ځواک درلودلو په مانا وو دوی هغه مهال کندز ونیو کله چې د ملي یوالي حکومت په دننه کې له مخالفتون او اختلافاتو ځوریده او د همدي مخالفتونو او اختلافاتو څخه طالبانو ګټه پورته کړه او له څوارلسو کلون وروسته یې یو ولایت ونیو که څخه هم د کمې مودې لپاره وو خو بیا هم ددوی په ګټه وو.

د کندز په هکله بیلا بیل ډوله څیړنې شتون لري چې لویه برخه یې حکومت ته راګرځي. ځينې په دې آند دي چې کندز معامله شوی. دوی وایي دا ښآر د هغه کسانو له لوري لاس په لاس شو کوم چې په دې وروستیو کې ددوی په هکله خبرې کیږي او خبرداری ورکول کیږي او په دې برخه کې پنځم اړخ نوم ایښودل شوی دی. کیدای شي د کندز پیښه د یوې معاملې له مخې رامنځ ته شوې وي خو دا معامله په ناببره توګه نه ده رامنځ ته شوې بلکې دا د هغه هڅو پایله ده چې له شپږو کلونو راهیسې د شمال د ناکامولو لپاره روانې دي.

د هیواد شمالي سیمې له دوه زره اتم کال را په دیخوا ناامنه شوې دي او له دې مخکې په کندز ولایت کې په لسګونه مدرسې د حکومت له لوري خو د حکومت له څار پرته رامنځ ته شوې او په فعالیت یې پیل کړی دی. ویل کیږي چې له دې مدرسو د طالبانو له لیکو سره د یوځای کیدو په ښه توګه کار اخستل کیږي او په ښار کې یې د طالبانو شتون ته لاره هواره کړې ده.

په کندز ولایت کې د وسلو ویش په دې ولایت کې د ناامنیو بله نښه ده چې جرړې یې پخواني حکومت سره تړلې دي.

د حکومت په دننه کې اختلافات د ملي یوالي حکومت د دوه مشرانو ترمنخ مخالفتونه د ملي لویو ستونزو پر وړانډې بیغورۍ د کندز ولایت سقوط له نورو دلایلو څخه شمیرل کیږي. د ملي یوالي حکومت مشران چې هر یو یې د دوه امنیتي وزارت خونو مشري کوي په ولسي جرګه کې د استازو د څرکندونو پر وړاندې یې کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د ملي امنیت ریس د تیرې چهارشبنې په ورځ د ولسي جرګې په ناسته کې وویل: د روان کال په پیل کې د اوه سوه کماندو سرتیرو له لوري په دې ولایت کې د عملیاتو تر سره کول په لاره اچول شوي وو او دا ځواکونه د عملیاتو په موخه دې ولایت ته رسیدلي وو خو دا عملیات د ځینې دلایلو له کبله تر سره نشول او امنیتي ځواکونه بیرته خپلو مرکزونو ته را ورسیدل. دا مسله کورنیو چارو وزارته هم یاده کړه وویل د ملي امنیت شورا او حکومت دوی ته دددې عملیاتو د تر سره کولو اجازه ورنکړه او امنیتي بنسټونه په خپل سره د عملیاتو د تر سره کولو صلاحیت نلري.

ددې امنیتي مسولینو د څرګندونو پر وړاندې نه ولسمشر د وسله والو قواوو د لوی قومندان په توګه او نه هم اجرایي ریس کوم غبرګون ښکاره کړ. که چیرې داسې وي له که څرنګه چې امینتي مسولینو په ولسي جرګه کې وویل، چې حکومت او د ملي امنیت شورا نه دي غوښتي ترڅو په کندز ولایت کې عملیات تر سره شي دوه لاملونه لري.

لومړی دا چې د د ولت وسله والو مخالفینو لوړو پوستونو ته داسې لاره پیدا کړې چې حتی لویې ملي پریکړې هم ددوی د مخالفت تر اغیزې لاندې راځي او د ملي یوالي حکومت مشرانو هم ددوی غوښتنو ته غاړه ایږدي.

دوهم دلیل: کیدای شي د ملي یوالي حکومت مشرانو ددې لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته د عملیاتو اجازه نه وي ورکړې چې د سیمې نقشه د بدلون په حال کې ده. له دې مخې چې ډیری زیان یې د بهرنیانو له لوري دی او افغانستان د هغه تړون لیکونو له مخې چې له نړیوالې ټولنې سره یې لاسلیک کړي اړ دی ترڅو ددوی په نیابتي جګړه کې ښکیل شي. کیدای شې په دې برخه کې د پاکستان اجاره یي حکومت او ددې هیواد اجاره یي پوځ چې تل د نورو د موخې لپاره ځان په اجاره ورکړی ښکیل وي او د افغانستان لپاره لویو ځواکمنو هیوادونو دوی په اجاره نیولي وي. دا د پاکستان لپاره هم اهمیت نلري چې ددوی دوه ولایتونه لکه خیبر پښتونخوا او بلوچستان که له ناامنیو سره مخ وي. دوی ته مهمه داده هغه پروژې پلې کړي کوم چې له لویو او ځواکمنو هیوادونو څخه یې تر لاسه کوي او دوی په ښه توګه ددې پروژو د پلي کولو هڅه کوي.

دې ته په کتو سره د افغانستان حکومت هم مخ په اجاره یي توب ور روان دی او دا یې دنده ده تر څو د لویو هیوادونو د غوښتنو یوه برخه پلې کړي. په دې سره د کابل او واشنګټن چارواکي د یوه بل دشمن نه بلکې د لویو پروژو په ترلاسه کولو کې سره سیالان دي چې ددوی د مدیریت د پړي سر د بهرنیانو په لاس کې دی.

هغه څه چې د کندز ولایت د سقوط له اصلي لاملونو څخه شمیرل کیږي، ددې پیښې بهرنۍ اړخ دی. پّ هیواد کې کمزورې حالات د بهرنیانو له لوري د پام وړ په مسله ګرځي. هغه څه چې دکندز ولایت د سقوط په شمال کې د ناامنیو او په هیواد کې د جګړو د بهرني اړخ په توګه یادولی شو، په افغانستان کې د ناټو د شتون څرنګوالی دی. افغانستان نو نور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اومې مادې تر سیوري لاندې نه دی او امریکا هم باید د دوه زره شپاړسم کال تر پایله له افغانستان څخه بهر شي، نو ددوی لپاره په سیمه کې د طالبانو بیا راڅرګندیدل یوه ښه لاره او بهانه ده.

څرنګه چې تیره اونۍ د کندز له سقوط وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو پّ هکله هم ځینې خبرې شوې دي او په دې ناستو کې ویل شوې چې امریکایي او د ناټو نورو غړیو هیوادونو پوځیان به له دوه زره شپاړسم کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

بیا هم د واک ویش او بیا هم د پّ نړیوال نظام کې د امریکا شتون او پاتې کیدل اړین کوي. روسیه منځني ختیځ ته ننوته او غواړي ترڅو په سوریه او منځني ختیځ کې پریکړه ددوی په لاس کې وي د امریکا لپاره چې نغواړي خپله اغیزه له لاسه ورکړي او ددوی پر ځای دي مسکو پریکړې کوي او ددوی په لاره کې روسان خنډونه رامنځ ته کړي پّ منځنۍ آسیا او افغانستان کې د دوی شتون د تیر په پرتله څو برابره اړین شوی او ددې سیمې پریښودل به د امریکایانو لپاره ډير زیانمن وي.

د طالبانو د ځواکمنیدو او ددوی د پیاوړي کیدو دوهم دلیل له دې سره چې په خپلوکې سره اختلافات لري، د اسلام آباد غوښتنو ته ور ګرځي، اسلام آباد غواړي پّ افغانستان کې د ناټو تشه ډکه کړي او خپلې دې موخې ته د رسیدو لپاره جګړه کوي او ددوی پلوې وسله والې ډلې په وسلو سنبالوي او د جګړې ډګرونو ته یې استوي. اسلام آباد به هغه مهال د خبرو میز ته سره کښیني چې ډک لاس ولري په ډک لاس سره له سیالانو سره خبرې وکړي او ډیر امتیازونه تر لاسه کړي.

د طالبانو لپاره هم چې په خپلو کې سره اختلافات لري او ایدیولوژی له مخې ددوی مشر مشروعیت نلري د کندز جګړه یوه ښه وسیله وه ترڅو په دې سره خپله ځواکمنتیا او یوالی په ډاګه کړي او د اختلافاتو کچه راټیټه کړي. په دې سره دوی به هم د داعش وسله والې ډلې پروړاندې چې ددوی یوه بله سیاله ډله ده خپل ځواک وښیي او هم به افغان حکومت ته په ډاګه کړي چې اوس هم ځواکمن دي او د زور له اړخه خبرو ته در سره کښینو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *