بلخي: د کندوز له جګړې کډه شويو له پاره بودیجه نه لرو

د کډوالو چارو وزارت بې ځایه شويو کډوالو ته نه ځای ورکولی شي، نه ډوډۍ او نه هم البسه

   اوسمهال د افغانستان په تخار، بلخ، بدخشان او پنجشېر ولايتونو کې د کډوالو وضعیت تر کنټرول لاندې دی او له هغو سره تر اوسه تر يوې اندازې پورې مرستې هم شوي.

د رسمي شمېرو له مخې په کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له ۲۰ زرو زياتې کورنۍ بې ځایه شوي.

دغه بې ځایه شويو کورنيو تخار، پنجشېر او کابل ولايتونو ته پناه وړې ده.

په همدې حال کې د کډوالو چارو وزیر سېد حسېن عالمي بلخي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، له کندوز څخه د ۵۰۱۳ کډه شوي کورنیو نومونه په کابل کې ثبت شوي، چې د هغه له جملې څخه ۳۳۹ کورنۍ مستحق، ۴۹ کورنۍ استفاده کوونکي او ۱۴۵ نور يې بیا هيڅ د ځانګړي ادرس درلودونکي نه دي.

د بلخي په وينا، دوی چمتو دي، چې د خپلو څېړنو نتایج بهرنيو موسساتو ته ورکړي، خو د دوی له خوا ورته هيڅ داسې بودیجه نه ده ځانګړې شوې.

هغه په واضحو الفاظو وویل، چې ” د کډوالو چارو وزارت بې ځایه شويو کډوالو ته نه ځای ورکولی شي، نه ډوډۍ او نه هم البسه.”

بلخي زياته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت یو تثبیت کوونکی او همغږي کوونکی وزارت دی ” په دغه وزارت کې به کډوال راجستر کيږي او د سروې ټيمونه لېږل کيږي.”

سېد عالمي بلخي دا هم وویل، له سروې وړاندې لومړني مرستې د پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې پورې اړه لري او له سروې وروسته نړېوال بنسټونه مکلف دي، چې له بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې اوسمهال د افغانستان په تخار، بلخ، بدخشان او پنجشېر ولايتونو کې د کډوالو وضعیت تر کنټرول لاندې دی او له هغو سره تر اوسه تر يوې اندازې پورې مرستې هم شوي.

خو نوموړي وویل، چې په کابل کې بیا د ځانګړي ځای نه شتون له وجې دغه کډوال له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو چارو د وزیر په وينا، د بېړنيو حالاتو په ناسته کې د کندوز کډوالو له پاره د څو ځايونو وړاندیزونه شوي، چې سر له سبا به دغه بې ځایه شوي ټاکل شويوځايونو ته لېږدول کيږي.

بلخي وویل، چې دوی سیار ټيمونه زیات کړي، تر څو د کډوالو ستونزو ته لازمه رسيدګي وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کندوز ځينې کډوال په کابل کې د يو اعتراض په ترڅ کې وویل، چې د حکومت له لوري تر اوسه دوی ته هيڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *