د پلازمینې کابل ځانمرګي برید کې اووه ملکي کسان ټپیان شوي
د پلازمینې کابل ځانمرګي برید کې اووه ملکي کسان ټپیان شوي
برید کې د بهرنیو ځواکونو یوه ګاډي ته زیان اوښتی دی
د کابل ښار په ننني ځانمرګي برید کې اووه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د امریکا په مشرۍ د پریکنده پوځي ملاتړ اتحاد کابل کې تایید کړې، چې د ګاډو پر یوه کاروان یې برید شوی دی، خو ویاند ډګروال براین ویلي، چې دغه برید کې د کومو تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.
کابل کې د بي بي سي خبریاله شایمه خلیل وايي برید کې یوه پوځي ګاډي ته زیان اوښتی.
بل لور ته د کابل امنیې قومانان عبد الرحمن رحیمي بیا د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، د بهرنیو ځواکونو د پریکنده ملاتړ اړوند دوه موټر د کابل ښار له جوی شیر سیمه تېریدل چې د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا پرې موټر بم چاودنه وشوه.
هغه زیاته کړه په دغه پېښه کې یواځې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او بهرنیو ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
د پېښې په شاوخوا سیمو کې ځینې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
پیښه د کابل ښار مرکزي سیمې ده افغانان ته څېرمه شاوخوا نهه بجې د ګڼې ګوڼې پرمهال وشوه.
ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توک موټر ته چاودنه ورکړه
وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی او بهرنیو ځواکونو ته یې د سر د درانه زیان اړولو ادعا کړې ده.
له دې مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ویندوی مرستیال نجیب دانش بي بي سي ته وویل، چې دا یو ځانمرګي برید و، چې وايي سهار نژدې نهه بجې شوی دی.
د نوموړي په خبره د برید هدف د بهرنیو ځواکونو د ګاډو یو کاروان و.
ښاغلي دانش وویل، چې برید دویمې ناحیې جوی شیر سیمه کې شوی دی.
چاودنه ګهیځ داسې مهال شوې، چې د ښار په دغه ګڼ مېشته سیمه کې خورا ګڼه ګوڼه وي.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او وايي د بهرنیو ځواکونو دوه ګاډي په دغه برید کې ویجاړ شوي دي.