کندز اوس هم د جگړې په اور کي سوځي او کور په کور جگړه روانه ده. د ولسي جرگي غړيو له دي سره ويلي: دا حالت د حکومت لپاره دشرم وړ دی. دوی له واکه د ملي يوالي حکومت د مشرانو د گوښه کيدو غوښتنه کړې ده

په کندز ولایت کې امنیتي حالت په دې ښار کې کور په کور جګړه د خلکو اندیښنه را پارولې ده. په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازو وویل: په کندز ښار کې جګړه روانه ده او خلک په ډيرو بدو حالاتو کې شپې ورځې تیروي.

له دې سره چې درې ورځې وړاندې امنیتي سرتیرو له ښاره د وسله والو طالبانو له په شا کولو خبر ورکړی خو تر اوسه هم ددې ولایت ځینې سیمې د وسله والو په لاس کې دي.

د ولسي جرګې غړي دا حالات د شرم وړ او په دې برخه کې د ملي یوالي حکومت مشران ګرم بولي.

په ولسمشر ننۍ نیوکې په داسې حال کې دي چې ویل کیږي ښاغلي غني د دفاع وزیر په توګه معصوم ستانکزي ته د د رایې نه ورکولو په تړواو د خلکو استازو ته سپکاوی کړی دی. دولسي جرګې یو شمیر غړي د اساسي قانون د نهه شپیتمې مادې د پلي کولو او له واکه د ملي یوالي حکومت د مشرانو لرې کولو غوښتنه کوي.

له دې سره د خلک استازو په کابل کې د امنیتي حالت په هکله اندیښه ښودلې ده ویلي یې دي له زرو ډير وسله وال مخالفینو په ښار کې ځای پر ځای شوي او که چیرې ددوی پر وړاندې کوټلې ګامونه پورته نکړل شي د کابل سقوط هم شونی دی.

له دې سره یو شمیر استازو د ولسي جرګې ریس هم په کندز په پیښه کې ګرم ښودلی ویلي یې دي. ابراهیمي ډيری امنیتي سرتیري په خپل واک کې اخستې او په دې ولایت کې یې د امنیت برخه ستونزمنه کړې ده. خو د ولسي جرګې ریس وویل: د پآیلو تر روښانیدو په دې هکله هیڅ هم نه وایي او د کندز د پیښې په هکله یې یو څیړونکی پلاوی ټاکلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *