په کندهار ولايت کي د دوه شپي وړاندي په هوايي او ځمکني عملياتو کي له سلو دير وسله وال وژل شوي دي

د کندهار امنيي قومندان جنرال عبدالرزاق ويلي د شورابک په ولسوالي کي امنيتي خواکونو د وسله والو پر يوي دلي بريد کري چي له امله يي په لسگونه کسانو ته مرگ ژوبله اوشتي ده

دا ځمکني او هوایي بریدونه د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې مخکې له دې چې وسله وال طالبان لاس په کار شي تر سره شوي دي

سیمه ایزو مسولینو ویلي: دا وسله وال د پاکستان له خاورې شورابک ولسوالی ته راغلي وو او افغان امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې په بریدونو لاس پورې کړي له منځه وړي دي

د کندهار اامنیې قومندان ویلي: دوی وسله وال د شورابک په ولسوالۍ کې کلا بند کړي پر دوی یې هوایي او ځمکني بریدونه کړي چې له امله یې سل کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي. سیمه ایزو خلکو هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پخلی کړی دی.

وسله والو طالبانو سیمه ایزو خبریالانو ته د پیام په استولو سره ددې برید پخلی کړی خو ویلي یې دې چې په دې عملیاتو کې ددوی نهه تنه ملګري وژل شوي.

بله خوا په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتیرو ترمنځ په نښته کې درې ملکي کسان وژل شوي دي. دلوګر والي ویاند په وینا دا کسان تیره ورځ پر امنیتي سرتیرو د وسله والو طالبانو د برید پر مهال وژل شوي ددوی دمالوماتو له مخې نښته تیره ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې خلک د خیرات او نذر د مراسمو په موخه جومات ته سره را ټول شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *