امريکا په سوريه کي د دولت وسله والو مخالفينو د رزوني پلان ځنډولی دی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي: دوي به د وسله والو مخالفينو د روزني پر ځاي نيغ په نيغه هغه وسله والو ډلو ته وسلي ورکړي کوم چي د داعش پر ضد دي

بله خوا د روسيي دفاع وزارت ويلي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ددوی په هوايي بريدونو کي په سلگونه د داعش وسله وال وژل شوي دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوه خبرې ناسته کې ویلي: دوی د داعش او د اسد حکومت پر وړاندې د وسله والو د روزنې ناکامه برنامه پای ته رسوي او پر ځای به یي وسلې او مهمات هغه ډلو او وسله والو ته ورکوي چې د داعش پر وړاندې جنګیږي.

ده ویلي: دا برنامه له ډیریو ستونزو او خنډونو سره مخ وه. امریکا دا برنامه د پنځه سوه اتیا میلیونو ډالرو په ارزښت د ترکیې قطر او عربستان په ملګرتیا سره پیل کړې وه. خو ددوی د روزل شویو وسله والو لومړنۍ ډله سوریې ته په را رسیدو سره د النصرې جبهې تر برید لانډې راغله او له منځه لاړه.

بله خوا د روسې دفاع وزارت ویلي: ددی د تیرو ۲۴ ساعتونو پّ عملیات کې په سلګونه د داعش وسله وال وژل شوی دی. د روسیې ستر درستیز مرستیال ویلي: روسي جنګي الوتکو تیره ورځ اوه شپیته عملیات تر سره کړي او په رقه کې یې د لوای حق په نامه د داعش یو مهم مرکز له منځه وړی دی او په دې مرکز کې د داعش نږدې دوه سوه جنګیالي وژل شوی دي.

جنرال اگور ماکوشيف ویلي: ” ده ویلي مونږ د داعش د ماتې په موخه منظم او پر له پسې عملیات کړي   په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې اوه شپیته عملیات شوي او په دې عملیاتو کې شپیته هدفونه تر برید لاندې راوستل شوي دي.”

ده ویلي د رقې په ولایت کې د داعش یو مرکز په نښه شوی چې پکې د داعش دوه قومندانان هم وژل شوي دي. له دې سره په حلب ښار کې هم د داعش پر یوه مرکز برید شوی چې په لړ کې یې د وسلو یو ساتنځای له منځه وړل شوی او سل وسله وال پکې وژل شوی دی. په سوریه کې د روسيې هوایي بریدونه له لسو ورځو راهیسې دوام لري.

روسي چارواکیو ویلي: دوی د داعش اصلي مرکزونه د وسلو ساتنځایونه او د مشرانو مهم استوګن ځایونه تر برید لاندې راولي.

رویټرز ویلي: روسي بریدونو په سوریه کې د امریکا تګلاره له ستونزو سره مخ کړې او په سیمه کې یې د امریکا د نفوذ په هکله پوښتنې را ولاړې کړې دي.

له دې سره امریکا او روسیې په سوریه کې د هوایي امنیت په هکله یوه هوکړه کړې ده د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي دا هوکړه د دواړو هیوادونو د الوتکو ترمنځ د ټکر د مخنیوی په موخه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *