كابل كې چاودنو څلور تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

په كابل ښار كې چاودنو څلور تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا چاودنې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د چنداول عمومي تکيه خانې ته نږدې شوې دي.

يوې امنيتي سرچينې وويل، د پيپسي په دوو بوتلونو كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنو په ترڅ كې يې يو ملكي وګړى وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماخوستن د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند پر يوه رسټورانټ وسله وال بريد كې دوه تنه ملكي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

د كابل امنيه قوماندان عبدالرحمان رحيمي وويل، دوه تنو وسله والو غوښتل، چې د رسټورانټ خونو ته ننوځي او عام وګړي ووژني، خو د يادې امنيتي حوزې اړوند سرتېرو لخوا ډېر ژر له منځه يووړل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *