د بامیانو ښوونکو د معاشونو د نه ورکولو له امله تحصن کړی دی

   دغه ښوونکي وايي، چې له ۷ میاشتو راهیسې یې خپلو حقونه نه دي اخیستي او دغه چاره د دې لامل شوې ده، چې ښوونکي د خپلو درسي مسولیتونو سره لېوالیتا کمه کړي.

د بامیانو ولایت سلګونو ښوونکو ته د معاشونو په ورکولو کې ځند او د ولسمشر ژمنو نه عملي کولو له پاره تحصن کړی دی.

دغه ښوونکي وايي، چې له ۷ میاشتو راهیسې یې خپلو حقونه نه دي اخیستي او دغه چاره د دې لامل شوې ده، چې ښوونکي د خپلو درسي مسولیتونو سره لېوالیتا کمه کړي.

د تحصن کوونکو له ډلې محمد ظاهر احساس وايي، دوی ته د معاشونو نه ورکولو تحصن ته اړ کړي دي.

احساس وايي، چې په دې تحصن کې د بامیانو ولایت د ټولو سیمو ښوونکو استازو ګډون کړی دی، او زیاتوي، چې د ښوونیز کال له پیل څخه د قراردادي ښوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړي وايي، چې له دې مخکې یې د دغې ستونزې په اړه د ولایت مقام، ولایتي شورا، بشرحقونو کمېسیون، پوهنې ریاست او د ګوندونو همغږي له دفتر سره دغه مسله شریکه کړې ده، خو تر اوسه یې نه ده حل شوې.

د بامیانو ولایت د ښوونکو شورا مشر محمد علي قاسمي وايي، چې په دغه تحصن کې د ۳۰ ښوونځیو استازو ګډون کړی دی.

دی وايي، چې د ولسمشر له ژمنې یو کال تېریږي، خو له ښوونکو سره هیڅ یوه ژمنه نه ده عملي شوې.

زهیر: سبا ته به ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي

قاسمي زیاته کړه، چې دغو ښوونکو ۱۵ کاله کېږي، چې د پوهنې په درسي اډانه کې درس ورکوي او تراوسه پورې یې یو ترفیع نه ده کړې.

هغوی خبرداری ورکوي، تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي؛ خپل تحص به بس نه کړي او که چېرې یې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي؛ د ښوونځیو دروازې به وتړي.

خو د بامیانو والي محمد طاهر زهیر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ښوونکو دغه ستونزه یې حل کړې ده او مستوفیت به سر له سبا ټولو ښوونکو ته معاشونه ورکړي. زهیر زیاتوي، په مرور د وخت سره به د نورو ښوونکو ستونزې هم حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي دوه ورځې وړاندې د ښوونکي د نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، چې د ښوونکو د ژوند ښه کول یې لومړیتوب دی او غوښتنو ته به یې رسیده ګي وشي.

په ورته وخت کې د کابل یو شمېر ښوونکو هم په دې ورځ وویل، چې حکومت په خپلو کړو وعدو عمل نه کوي او دوی غولولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *