په یمن کې عربي ایتلاف پر وداده برید ۵۱ کسان یي وژلي او ۴۰ نور ټپیان کړي په یمن کی په واده کی ۵۱ کسان وژل شوی و ۴۰ نور ټپیان شوی دی په یمن کی د واده پر مراسمو د عربی ایتلاف د هوایی ګوزار په نتیجه کی لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوی و ۴۰ نور ټپیان شوی دی. په دی هکله د اسوشیتید پرس آژانس د عینی شاهدانو او د امنیتی اداری په خوله خبر ورکړی. دا هوایی ګوزار د چهارشنبی په ورځ، د اکتووبر په ۷ نیټه، د دامار په ولایت کی چی د یمن د پلازمینی، صنعا په ۱۱۳ کیلومتری کی پروت دی، تر سره شوی دی. توغندی د یمن د حوثیانو د یوه مشر پر کور هغه وخت ولګیدُ کله چی هلته د واده مراسم تر سره کیدل. د ایتلاف له لوری کومه رسمی تبصره نه ده خپره شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *