په بغلان ولايت کي د طالبانو پر ضد جبهه رامنځ ته شوه

ددې وسله والو مشري چي شميره يي ۱۰۰۰ کسانو ته رسيږي يو پخواني جهادي قومندان کوي له دي سره مدني بنسټونو د دي جبهي د راتلونکي په هکله انديښنه ښودلي ده

په بغلان ولایت کې مدنې ټولنې له دې سره چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواکونو رامنځ ته کول اړین بولي خو ځینې کسان داسې پوښتنې کوي چې دا کسان به د امنیت له ټینګښت وروسته څه کار کوي؟ د بغلان مدني ټولنو د مشرتابه پلاوي غړي ددې کسانو پر ښه مدیریت دټینګار ترڅنګ په راتلونکې کې ددې کسانو له لوري د خلکو د ځورونې په هکله اندیښنه ښودلې ده. ده ویلي: دا اندیښنه شتون لري چې د امنیت له ټینګښت وروسته به دولت په دې بریالی شي چې دا کسان خپلو ولسوالیو ته واستوي؟

په بغلان ولایت کې د طالبانو پر وړاندې جبهه د کندز ولایت له سقوط وروسته رامنځ ته شوې چې په ظاهری توګه موخه یې پر دې ولایت د وسله والو طالبانو د برید پر وړاندې دریدل ده.

ددې وسله والو مشران وایي په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو تبلیغاتو په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ورحیه بده اغیزه کړې ده او دا جبهه هم افغان ځواکونو ته د روحیې د ورکولو په موخه په لاره اچول شوې له دې سره ویل شوي چې یو شمیر پخواني جهادي قومندانان په دې جبهه کې ګډون لري.

د بغلان امنیې قومندان عبدالجبار پوردلي ویلي: د کندز له جګړې وروسته اوه سوه کسانو له خپلو وسلو سره دوی ته راغلي اوله امینتي سرتیرو سره یې مرسته کړې ده. ده ویلي: دا کساان له دوی سره ثبت شوي او له څه مودې راهیسې د جګړې په کمربندونو کې ځای پر ځای دي.

د وسله والو دا ډله په داسې حال کې رامڼخ ته شوې چې په دې وروستیو کې جهادي مشرانو له حکومت څخه غوښتي ترڅو د امینتي سرتیرو په لیکو کې ددوی کسانو ته هم ځای ورکړي

د روانې اونۍ د دوشنبه په ورځ اجرایي ریس عبدالله عبدالله هم وویل: که چیرې اړتیا پیښه شي د اساسي قانون په کړۍ کې د ولسي ځواکونو رامنځ ته کولو ته به لاره هواره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *