eu x russia

په سوريه کي د داعش پر وړاندي د روسيي د يوي اونۍ په بريدونو کي ددي ډلي يوسل پنځوس پوځي موټر او مرکزونه له منځه ورل شوي دي

د روسيي دفاع وزير ددي خرگندونو ترخنگ ولاديمير پوتين هم ويلي په سوريه کي به ددوي بريدونه دوام ولري او د پايلو په هکله يي خه ويل له وخته مخکي دي   بله خوا امريکا ويلي د روسيي له لوري په نشه شوي مرکزونه نوي سلنه د داعش او القاعدي اروند نه دي

د سوریې په خاوره کې د روسیې هوایي بریدونه تیره اونۍ د چهار شنبه په ورځ پیل شول. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي: تر اوسه په دې عملیاتو کې یوسل لس سیمې په نښه شوې چې په لړ کې یې پوځي کاروانونه د وسلو او مهماتو ساتنځایونه او پوځي مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د روسیې ولسمشر وویل: دا بریدونه به دوام ولري او ددې بریدونو د پایلو په هکله څه ویل به له وخته مخکې وي. له دې سره پوتین د دفاع وزیر ته دنده سپارلې ترڅو د داعش پر وړاندې له نړیوال ایتلاف له عراق ایران عربستان او ترکیې هیوادونو سره مرستې وکړي.

ولاديمير پوتين ویلي:” مونږ په دې پوهیږو چې د ترهګرۍ پر وړاندې دا ډول بریدونه څومره ستونزمن دي او اوس به له مودې مخکې وي چې په دې هکله مونږ څه ووایو خو تر اوسه ددې عملیاتو پایلې ښې وې.”

روسیې تیره ورځ د خزر له سمندر ځخه د سوریې پر ځینو سیمو د کروز توغندیو بریدونه هم کړي دي. د روسیې دفاع وزیر ویلي: دا توغندي کنترولیدونکي وو او تول په هدفونو لږیدلي دي پوتین هم د خپل هیواد د پوځیانو له دې ګام پورته کونکې ستاینه کړې ویلي یې دي دا توغندي د یو زر پنځه سوه کیلومتری په واټن کې په هدفونو لږیدلي دي.

سرگئي شويگوویلي: ” له هوایي بریدونو سربیره په خزر سمندر کې زمونږ ځواکونه هم لاس په کار شول څلورو بیړیو د سوریې په یولسو سیمو شپږ ویشت کروز توغندي توغولي دي د کنترول مرکز د ریپوټ له مخې ټول توغندي په هدف لږیدلي او په دې بریدونو کې په نښه شوي تول مرکزونه له منځه وړل شوي دي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *