په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو له منګولو خلاص شوی زده کړیال وايي، چې وسله والو طالبان د دغه ولایت په خان اباد بندر کې انساني قتل ګاه لري او وايي، چې طالبان په دغه ځای کې خلک د ژبني پېژندنې او له حکومت سره د مرستې په تور ترې سرونه غوڅوي.

د شرعیاتو پوهنځي زده کړیال عبدالقدوس تېره ورځ ناوخته د (اکټوبر په ۴مه) له پلازمېنې کابل نه تخار ولایت ته په لاره و، چې د وسله والو طالبانو له خوا نیول کیږي او له وهلو ډبولو وروسته یې د خان اباد بندر انساني قتل ګاه ته یې وړي.

د عبدالقدوس پر وینا، طالبانو دغه انساني قتل ګاه په خان اباد بندر کې د “عروسي پامیر” هوټل شا ته جوړه کړې ده او طالبان قربانیان لومړی د دغه هوټل له داخلي لارې او بیا تر شايي له دوو نورو کلاګانو څخه قتل ګاه ته وړي.

د نوموړي پر خبره، طالبانو په دغې قتل ګاه کې ځانکړي جلادان لري، چې تبرونه او اټکاپې یې په لاس دي.

دی وايي، چې په دغه ځای کې نیول کسان په پړي تړي او له څېړنو وروسته ترې سرونه غوڅوي.

عبدالقدوس زیاتوي، چې جلادان په نااشنا ژبه خبرې کوي او افغانان نه دي؛ دوی د “الله اکبر” په ویلو سره له نیول شويو کسانو سرونه غوڅوي.

له نیول شوی عبدالقدوس څخه طالبانو د لاس ګوته پرې کړې ده.

دی وايي، له وینو او وژل شویو کسان څخه ډک ډنډ مې ولید، چې د قتل ګاه په یوې څنډه کې جوړ شوی وو.

دغه زده کړیال زیاتوي، کله یې چې دغه ځای ته بوتلم، وسله والو طالبانو له یو زلمي څخه سر پرې کاوو.

طالبان د عبدالقدوس د لاس ګوته او د ده، د لارې ملګري د لاس له پرې کېدو وروسته د طالبانو د یو همکار په منځګړیتوب یې خوشې کوي.

خو په ورته وخت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو وزارت مرستیال او ورځپاڼه لیکوال محمد حسن حقیار وايي، چې طالبانو دغه کار نه دی کړی.

دی وايي، دغه کار ښايي، چې د بهرنیو استخباراتي کړیو وي او غواړي، چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ جګړه پېل کړي.

حقیار وايي، چې د طالبانو په منځ کې د بېلا بېلو قومونو کسان موجود دي او ډېر هغه کسان، چې د هېواد په شمال کې د حکومت سره جګړه کوي؛ ازبک، تاجک او په نورو قومونو پورې تړلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *