په کومو وسلو په سوريه کې د ترهګرو پر وړاندې بريالۍ کيږي

د روسيي د دفاع په وزارت کې غوڼډه جوړه شو . د دفاع وزير د د فتر وياند جنرال ايګور کناشينکوا ژورنالستانو ته وويل چې په سوريه کې د «اسلامي دولت» دترهګرۍ ډلې او دهغوی پر تاسيساتو په هوائي بريدونو کې روسيه تر پنځوسو زياتې الوتکې او هليکوپتري کاروي.

د الوتکو دغه ډله د حميميم په اډه کې دي چې په ډير لنډ وخت کې وکولای شي مواد او جنګي مهمات د طرطوس د تدارکاتو څخه وليږدوي.

په دغه ډله کې د Su-24M او Su-25 شاملي دي.

Su-24M مډرن بم غورځونکې الوتکه ده — دغه الوتکې دهوا په هرډول حالاتو کې، شپه اوورځ په ټيټ جګوالې د ځمکې پر مخ او تر ځمکې لاندې هدفونه له منځه وړي.

دامطلب د «سوخوی » د کمپنۍ په سايټ کې راغلی دي.

Su-25 —زرهي لرونکې ، چټکتيا ئي دغږ له سرعت کمه ده په هرډول جوي حالاتو کې هدفونه له منځه وړي.

ددې ترڅنګ دروسيي هوائي ځواکونه د څو اړخيز بم غورځونکې (سوخو-۳۴) څخه هم استفاده کوي.

دغه الوتکه په هرډول جوي حالاتو ، شپه اوورځ کې اغيزمن ګوزارونه په خمکني او بحري هدفونو تر سره کوي.

.الوتکې په ځانګړې توګه د فوګاس هوائي بمونو FAB-500 چې ډير قوي دي او زيات هدفونه له منځه وړي له ځان سره انتقالوي اوکاروي ئي.

هوائي اډه دسمندري ځواکونو له خوا ساتل کيږي چې په مستعار نوم «سمندرۍ شيطانان» او «تور مرګ» ياديږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *