روسيي په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د داعش پر ضد ۱۸ الوتني تر سره کړي دي
روسيي په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د داعش پر ضد ۱۸ الوتني تر سره کړي دي
د شپي له خوا لس الوتنې تر سره شوي دي او د ترهګرو په اووه هدفونو ئي بمبارۍ کړي دي.
د مستقيمو ګوزارونو په پائيله کې چې د حلب ولايت په دار تازه سيمه کې ترسره شو، د «اسلامي دولت » دسوق اواداري مرکز او مخابراتي شبکه ويجاړي شوي دي.
SU-25 تهاجمي الوتکو د اد لب ولايت په معرة النعمان کې د «اسلامي دولت» د وسله والو په صحرائي کمپ ګوزارونه کړي دي.
. پتنځايونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي او ددې تر څنګ د ترهګرو د وسلو زيرمتون ، روغنيات او د سون موادو ديپو ګان له منځه تللي دي.
د ادلب ولايت په ابيت.سيمه کې د هوائي بريدونو په ترځ کې هغه هدف له منځه وړل شوی دي چې وسله والو ترې دانتقالاتو د منځني اډې په توګه کار اخست او ددې ترڅنګ د مهماتو لوی زيرمتون له منځه تللي دي.
د حما ولايت د کافرزايتا په سيمه کې Su-24M الوتکو د«اسلامي دولت» د قوماندې مرکز په بشپړه توګه له منځه وړي دي دغه مرکز ډير کلک او کانکريټي ډوله جوړ شوی وو.او په همدغه ځای کې ترهګرو خانته پټنځايونه جوړ کړي و. دويډو د تحليل اوتجزئي څخه څرګند يږي چې دلته په لسګونه عراده وسايط او دسپکو وسلو لوی قطر لرونکې وسلې له منځه تللي دي.
روسيي د چهارشنبي له ورځې راهیسي په سوريه کې د «اسلامي دولت» پر هدفونو په دقيقه توګه ګوزارونه کړي دي. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په تيرو دو ورځو کې روسيي الوتکو د چاوديدونکو توکو د توليد فابريکه ، دترهګرو د سوق اواداري مرکز، د مهماتو ډيپو- ټولټال لس هدفونه له منځه وړې دي. هدفونه د سورئي او روسيي د کشفي معلوماتو پر اساس ټاکل کيږي. ددې ترڅنګ د هوائي کشف له لارې.
په روسيي کې د سورئي سفير ریاض حداد مخکې تائيد کړه چې بمبارۍ په ترورستي وسله والو ډلو تر سره شوي دي ، نه د دولت په مخالفينو او ياهم ملکې وګړو باندې. د سفیر په خبره د سورئي اردو د ترهګرو دقيق کوردينات لري.