د چین په جنوبی سیمه کی څو چاودنی وشوی

د چین په جنوب کی د Lyuchen Guangxi سیمه کی د څو پرله پسی چاودنو له کبله لږ تر لږه دری تنه وژل شوی او ۱۳ تنه ټپیان شوی دی. په دی هکله خبر د « شین هوا » خبری آژانس ورکړی دی.

د « CCTV » ټلویزیونی کانال په حواله ویل کیږی، چی د لومړنیو خبرونو له مخی په ډاګه شوی، چی چاودیدونکی توکی په هغو پوستو کی چی په بیړه باید رسول شوی وی، ځای پر ځای شوی وو.

په دی هکله د « تاس » خبری آژانس خبر ورکوی، چی چاودنی به ۱۳ ځایونو کی، چی سوداګریز مرکزونه، زندان، روغتون، د موټرونو تم ځای هم په کی شامل دی، رامنځ ته شوی دی.

د ویلو وړ ده، چی د ځینو نورو خبرونو له مخی د ۱۴ چاودنو په هکله خبر ورکړ شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *