اچين كې د داعش د ۱۸ تنو مرګ ژوبله
اچين كې د داعش د ۱۸ تنو مرګ ژوبله
اچين كې د داعش د ۱۸ تنو مرګ ژوبله د ننګرهار په اچين كې د داعش وسلوالو پرضد افغان ځواکونو جګړه کړې چې ۱۸ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . د اچين ولسوال حاجي غالب كليد ته وويل، په دغه جګړه کې ۸ داعش وسلوال وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپيان شوي دي.
ولسوال زياتوي، په دې نښتو كې افغان ځواكونو ته كوم زيان نه دى رسېدلى.
اغاړه چارواكي د همدې ولسوالۍ په عبدالخيلو سيمه كې د سړك غاړې د ماين چاودنې له كبله د نهو ملكي وګړو د ټپي كېدو خبر وركوي.
داچين ولسوال حاجي غالب کليد ته وويل، چاودنه پرون مازيګر پر ملكي خلكو د سړك پر غاړه د ځاى ځاى پر شوي ماين د چاودنې له كبله رامنځته شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون په كې نهه تنه ټپيان دي. په ټپيانو كې څلور مېرمنې، څلور نارينه او يو ماشوم شامل دي.
په همدې حال کې بيا د ننګرهار دمرکزي روغتون چارواکي وايې چې د پيښې له ځايه ورته ۷ ټپيان راوړل شوې دي .
د دواړ و پېښو په اړه د حكومت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.