په عربستان کې د واک جګړه د منی اصلي لامل!

د عربستان شاه ملګ عبدالله له مړینې او واک ته د ملک سلمان له رسیدو وروسته دده ناسکه ورور د نوي پادشاه په توګه او دوه شهزاده ګانو د سختې سیالۍ له مخې د عربستان د دولت مسولیت په غاړه اخستی دی.

لومړی ولیعهد او پادشاه محمد بن نایف بن عبدالعزیز د عربستان شاه شو. محمد بن سلمان بن عبدالعزیز د عربستان زوی او دوهم ولیعهد د دفاع وزیر شو.

ددې دوه شهزاده ګانو سیالي چې د عربستان راتلونکې او د خلکو برخلیک پر دوی اړه لري په دې وروستیو کې په عربستان کې د ډیریو ناخوالو او شخړو لاملونه دي. د خلکو دوسیه په لاس کې اخستل، په بحرین کې ستونې او د عربستان په ختیځ کې له خلکو سره ناسم چلند چې د محمد بن نایف او په یمن کې د عربستاني ځواکونو مشر محمد بن سلمان له نور مسولیتونو سربیره ددې دوه شهزاده ګانو ترمنځ اختلافات ډیر کړي او دا هیواد یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د یمن جګړې د څیړلو لپاره د پټ څیړونکې ډلې د رامڼځ ته کولو چې د یمن د جګړې نیمګړتیاوې به څیړي. پایلو یې د محمد بن نایف پر وړانډې غبرګونونه را پارولي دي او د سعودي عربستان شهزاده ګان دده پر مدیریت نیوکې کوي او دی یې تولو ته بې اعتباره کړی دی. ویل کیږي چې په عربستان کې وروستۍ ټولې نیمګړتیاوې په همدي پورې تړاو لري.

د عربستان د شاه له هوکړې سره ټاکل شوې وه چې د حج له ټولو مراسمو وروستته به محمد نایف له ولیعهدی او د هیواد له وزارت څخه ګوښه کیږي او محمد بن سلمان به لومړی ولیعهد او د عربستان د راتلونکې پادشااه پّ توګه وټاکل شي چې په دې سره به د ملک سلمان په کورنۍ کې پادشاهي دوام وکړي.

د محمد بن نایف ګوښه کیدل له لومړي ولیعهدی څخه د نورو سعودي شهزاده ګانو له ملتیا سره مل وي ځکه چې دا یو ډول د کورنیو او بهرنیو ستونزو مخنیوي کوي او په دې مانا به نه وي چې دده پر وړاندې کودتا شوې ده.

د حج په مراسمو کې د کمزورتیا ښکارول چې مسولیت یې د محمد بن نایف پر غاړه وو کیدای شي له دولتي پوستونو د ده د ګوښه کولو لامل وي.

له دې مخکې په الحرام جومات کې د جرثقیل لویدل په هوتل کې اور لګیدنه د مراسمو په لړ کې بې نظمۍ په صفا او مره وه کې د پنکو غورځیدل… کیدای شي په عمومي افکارو کې دده د ګوښه کولو لپاره توجیه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *