د ولسي جرگي له لوري د امنيتي چارواکيو استجواب نن د کندز ولايت د استازو له کلک غبرگون سره مخ شو

د کندز استازو د امينتي چارواکيو ريپوټونه له ريښتينوليه لري ښودلي، مرگ پر ولسمشر د شعارونو په ورکولو سره يي غونډه پريښوده. دوی د ولسي جرگي له تالاره بهر ويلي، تر اوسه کندز ولايت ته هيځ ډول مرستندويه ځواکونه نه ده رسيدلي او په کندز ولايت کي د خلکو ژوند، سر، مال او ناموس له گواښ سره مخ دي

د کورنیو چارو، ملی دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست او سیمه ایزو ارګانونو د ادارې لوړ پوړي چاروواکي نن ولسي جرګې ته استجواب شوي وو. د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل ویلي: مخکې له دې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دمرکزونو د له منځه وړلو پلان نیول شوی وو او ټاکل شوې وه په دې عملیالتو کې اوه سوه ځانګړي ځواکونه ګډون وکړي خو دا عملیات د ځینې دلایلو له امله لغوه شول. د ښاغلي نبیل له دې وروسته څرګندونې له رسنیو پټې شوې او ناستې سري اعلان شوه خو په ظاهري توګه د ښآغلي نبیل ځرګندونې د ولسي جرګې غړیو ته د منلو وړ نه وې او دکندز ولایت استازو د نیوکې په ډول له دې ناستې بهر شول. د ولسي جرګې له تالاره بهر د کندز ولایت استازو مرګ پر اشرف غني شعارونه ورکول او حکومت یې له ریښتینولیه په لرې ریپوټونو ورکولو تورن کړ.

د کندز استازي وایي: دې ولایت ته تر اوسه هیڅ ډول مرستندویه ځواکونه نه دي استول شوي د خلکو سر مال او ناموس له ګواښ سره مخ دی. دې استازو ویلي پنځمې ستنې په ولسمشرۍ ماڼۍ په امنټي ادارو او حتی په ملي شورا کې شتون لري او تر هغې به ددوی په مرسته کندز ولایت ته امنیتي ځواکونه وانستول شي ترڅو چې دښمن خپلې موخې نه وي تر لاسه کړې.

بله خوا د ملي امنیت ریس په رسمي ډول د کندز ولایت له استازو بښنه وغوښته ده ویلي ددې له امله چې امینتي ځواکونه په دې کړکیچ کې پاتې راغلي د کندز ولایت له خلکو او استازو بښنه غواړي.

ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې یو شمیر استازو د اساسي قانون د نهه شپیتمې مادې پلې کولو غوښتنه وکړه د هغه مادې چې له مخې یې ولسمشر د ملي خیانت بشر ضد جنایت په تور او د ولسي جرګې له دریو د دوه برخو په لاسلیک سره محاکمه او له واکه لرې کیدای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *