د هيواد په کورنيو چارو کي د پاکستان مداخله، د سولي او امينت په برخه کي د حکومت بيغوري د کندز ولايت د سقوط لاملونه دي. هيوادوال له دي سره وايي که چيري حکومت خپلي حکومتولی ته بيا کتنه ونکړي د تيرو وختونو بيوځلي او توره تياره به يو ځل بيا پر افغانستان را وغوريږي

د ملي یوالي حکومت له لومړۍ کلیزه یوه ورځ وړاندې یعنې د تلي یا میزان میاشتې په شپږمه نیټه، د کندز ښار د طالبانو لاس ته ورغی. دوسله والو طالبانو لاس ته ددې ښآر ورتګ ډيری اندیښنې را وپارولې او ډيری پوښتنې یې رامڼخ ته کړې. لومړی دا چې ولي له څوارلس کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره یو ولایت د وسله والو لاس ته ورځي، هیوادوال دوه ټکیو ته نغوته کوي: په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه او د ملي یوالي حکومت په اداره کې بیغوري!

خو خلک یواځې د کندز ولایت د د امینت په هکله اندیښمند نه دي، دوی وایي: که چیرې حالات په همدي ډول دوام وکړي نو ډیری نور ولایتونه به هم د طالبانو لاس ته ورشي او د کډوالۍ ډرامه، بدبختي او د افغانانو تیاره ورځ به بیا را ورسیږي.

خو بله خوا پوځي کارپوهان به دې آند دي چې د دولت وسله وال مخالفین هیڅکله نشي کولای د هیواد لوی ښارونه تر ډيرې مودې په خپل لاس کې ولري او به دې سیمو کې میشت شي.

ولسمشر غني تیره ورځ وویل چې د کندز ښار د حکومت تر کنترول لاندې دی خو ددې ولایت والي بهر ته تللي او داسې ښکاري چې دی به په بهر کې د پناه غوښتنه وکړي.

د کندز ملي امنیت ریس هم پر دې ښآر د وسله والو طالبانو د برید پر مهال په کابل کې وو او د ملي دفاع د سرپرست په وینا د ښآر د ننه له طالبانو سره مرسته او همکاري شوې ده خو ولسمشر د تیرې ورځې په خبرو کې د قانون منګلو ته د هغه کسانو د سپارلو په هکله هیڅ ونه ویل کوم چې په دې پیښه کې لاس لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *