د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون په سوریه کې پر سیاسي لیږد ټینګار وکړ وویل: چې هیواد یې له دې بهیره په کلکه ملاتړ کوي.

د امریکا او روسیې مشرانو په داسې حال کې له واکمنیه د بشار اسد پر ګوښه کیدو تینګار کوي چې له دې یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر له اسد سره د ترهګری پر وړاندې په مبارزه کې د مرستې نکول یوه لویه تیروتنه وښوده. همدارنګه تیره ورځ د امریکا کنګرې په منځني ختیځ کې د داعش له وسله والو سره د بیلا بیلو هیوادونو د اوسیدونکو دیوځای کیدو په هکله یو ریپوټ خپور کړ.

ددې ریپوټ له مخې په تیرو کلونو کې له دیرشو زرو ډير کسان په سوریه او عراق کې له دې ډلې سره یوځای شوي چې ډيری یې د تونیس او سعودي عربستان اوسیدونکي دي. له دې سره له لویدیځو هیوادونو هم څلور زره پنځه سوه کسان له دې ډلې سره یوځای شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *