دطالبانو له لوري د کندز ولايت لپاره تش په نامه والي له شپارسو ملگرو سره وژل شوی دی. بله خوا په دي ولايت کي د امنيتي سرتيرو او وسله والو ترمنځ سخته جگړه روانه ده

د ملي امنیت لوی ریاست له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي ددوی په همغږۍ سره په هوایي برید کې د طالبانو له لوري تش په نامه والي مولوی سلام دده مرستیال ذبیح له پنځه لسو نور وسله والو سره وژل شوي دي. له دي سره ملي امنیت ویلي په دې برید کې د حارث په نامه د لشکر طیبې وسله والو مشر چې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکی دی هم وژل شوی. ملي امنیت ویلي مولوي سلام تیره شپه په نهو بجو هغه مهال ووژل شول کله چې د کندز د هوایي ډګر په لور روان وو او پر دوی هوایي برید وشو.

بله خوا د امریکا دفاع وزارت د کندز ولایت هوایي ډګر ته نږدې ددوی د ځواکونو له لوري له هوایي بریده خبر ورکړی ویلي یې دي دا برید د وسله والو پر هغې ډلې شوی چې د کندز هوایي ډګر په لور روان او ددوی ځواکونو ته یې ګواښ رامنځ ته کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *