په کندز کې سخته جګړه روانه ده
په کندز کې سخته جګړه روانه ده
له کندز څخه د را رسیدلو ریپوتونو له مخې د وسله والو طالبانو او امینتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او پولیسو ویلي: وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده او د ځینې ریپوټونو له مخې د کندز په جګړه کې تر اوسه لږ ترلږه یو سل شپیته وسله وال وژل شوی دی.
له بل لوری ویل شوي چې تر اوسه په کندز کې امینتي سرتیري د دفاع په حالت کې دي او د برید امر نه دی صادر شوی.
روغتیا وزارت تیره ورځ اعلان وکړ چې د کندز روغتونونو ته شپاړس مړي او له دوه سوه ډیر ټپیان وروستل شوي دي. د بې پولې ډاکټرانو هم تر فشار لاندې له خپلو روغتونونو خبر ورکړی دی.
په ورته حال کې د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور ویلي دولت باید خپله ماته ومني، ده په یوه خپرې شوې خبرپاڼه کې د کندز له اوسیدونکیو غوښتي ترڅو د سر او مال په هکله اندیښنه ونکړي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې د چې له دې ولایت څخه د را رسیدلو ریپوټونو له مخې پر کندز د برید پر مهال د خلکو شتمنۍ، هټۍ او بانکونو له لوټلو خبر ورکړی دی.