امريکا چمتو ده تر څو د ايران او روسيي په گډون له هر هيواد سره د سوريي په هکله خبرې وکړي

د ملگرو ملتونو په غونډه کي د بارک اوباما له دي څرگندونو سره د ايران ولسمشر هم په سوريه کي د سولي او امنيت خوندي کولو لپاره چمتوالي ښودلی دی خو په دي ناسته کي د روسيي ولسمشر د ترهگرۍ پر وړاندي په مبارزه کي له سوريي سره د مرستي نه کول لويه تيروتنه ښودلي ده

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په ناسته کې وویل: واشنګټن د ایران او روسیي په ګډون له هر هیواد سره د سوریې ستونزې پر هواری خبرو ته چمتو دی. له دې سره دوی ویلي په سوریه کې له دې ټولې وینې تویدنې سره شونې نه ده چې د جګړې مخکې حالت ته ور وګرځو. د اوباما ددې خبرې هدف د سورې په راتلونکې کې د بشار اسد شتون ته نغوته وه. په دې غونډه کې د ترکې او فرانسې ولسمشرانو هم ویلي بشار اسد د سوریې به راتلونکې کې ځای نلري.

بله خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو خبرو کې ویلي: مسکو د ترهګری پر وړاندې په مبارزه کې له دمشق سره مرسته کړې ده، زمونږ په آند که نړۍ د ترهګری پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د سوریې له دولت او کردانو سره مرسته ونکړي نو لویه تیر وتنه به یې کړې وي. ده ویلي په ریښتینې توګه یواځې د سورېې دولت او کردان دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جنګیږي.

ولاديمير پوتين ویلي: ” روسیه له هر ډول ترهرګۍ سره مخالفه ده مونږ د سوریې او عراق له دولتونو سره چې له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي پوځي او تخنیکي مرستې کړې دي. زمونږ په آند د سوریې او عراق له دولتونو سره د مرستې نه کول به لویه تیروتنه وي دوی مخامخ له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي.”

له دې سره د روسیې ولسمشر په یوه خبرې ناسته کې وویل هیواد یې غواړي د داعش پر وړاندې له نړیوال ایتلاف سره یوځای شي خو دا ایتلاف باید د نړیوالې ټولنې له لوري رامنځ ته شوی وي.

د ایران ولسمشر حسن روحانی هم په سوریه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره چمتوالی ښودلی دی

له دې سره د روسیې ولسمشر پوتین له اسلامي هیوادونو او مشرانو څخه غوښتي ترڅو د بنسټپالی او ترهرګرۍ پر وړاندې د ګام په پورته کولو ټینګار کړی په دې هکله د امریکا روسیی   د سوریې او ایران   او د ایران او بریتانیا د مشرانو ترمنځ په لیدونو کې هم شوې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *