په ننګرهار کې به هیچاته د لښکر کشۍ اجازه ورنه کړو

د ننګرهار امنيتي ارګانونو د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې ځيني اوازې رد کړې، چې ګوندې دا ولایت د داعش یا نورو ډلو د شدید ګواښ لاندې دی.

دوی وویل، چې امنيتي ځواکونه د دې وړتیا لري، چې د ننګرهار د ټولو سیمو امنيت خوندي کړي او وسله والو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د ملي امنیت لومړي مرستیا اسدالله فراهي وویل،هیچاته به اجازه ورنکړي، چې په خپل سر لشکر کشي وکړي.

ده وویل، که د سیمې امنيت په خاطر څوک غږ پورته کوي نو د امنيتي ارګانونو سره په همغږی د وسله والو مقابله ته راووځي:

((د لشکر کشۍ دوران تېر دی، دلته فعاله اردو وجود لري، دلته فعاله پولیس وجود لري، دلته فعاله سرحدي او نور پولیس وجود لري، ډيرښه مجهز قوتونه دي د اچین په وروستی نقطه کې دښمن ته ماتې ورکوي ۹۰ نفره تلفات ورته اړوي، موږ امنيتي ارګانونه دې نتیجه ته رسیدلي یو، چې هیچاته به اجازه ورنکړو، چې په ښار کې مانور اجرا کړي،هغه موټرو ته، چې پلنګي رنګونه ورکړل شوي هغه دې بېرته عادي رنګ کړي.))

نوموړي په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې، چې د ولسي جرګې لومړي مرستیا حاجي ظاهر قدیر ګواښ کړی که د اختر تر پنځلسمې نیټې پورې د وسله والو ټغر ټول نکړ نو دی به د ولسونو په ملاتړ خپله د جګړې ډګر ته راودانګي.

په دې خبري ناسته کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنګين وويل، چې په دې وروستيو عملياتو کې، چې د داعش وسله والې ډلې پر خلاف په کوټ لسوالۍ کې ترسره شول درانه تلفات يې ورته واړول او اوس په دې ولسوالۍ کې ټولو ادارو خپل کار په عادي ډول پيل کړی دی:

((فعلاً د کوټ ولسوالۍ امنيت خوندي دی، ټولو ښوونکو او زده کوونکو پرمخ ښوونځي خلاص شول دوی سر له ننه مکتبوته لاړل او هلته په کوټ کې په ډير ښه ډول حکومتولي پيل شوې.))

دارنګه د ننګرهار امنيه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل، چې امنيتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې ته درانه تلفات واړول او دوی تيار دي، چې د کوټ په څير عمليات په اچین او هسکې مينې ولسواليو کې هم د ولسونو په ملاتړ ترسره کړي:

(( په ډير ژر وخت کې به ډيره توجه ووسي،په خاص ډول په اچین او ده بالا کې، چې وسله وال شتون لري د دوی حضور به مطلق ورک کړو،ولس موږ سره دي خلکو موږ سره ملاتړ کړی دی،لومړی به موږ خپلو خلکو ته د امن فضا جوړو خلک به خپله دا خپلې سیمې ساتي))

امنيتي ارګانونو پر ځينو رسنیو هم نیوکه وکړه، چې بې بنسټه آوازې خپروي او دا آوازې په خلکو کې د ویرې خپرولو لامل شوي دي.

دوی له ټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړه، چې د ریپوټ په خپرولو کې له دقت څخه کار واخلي او خلکو ته دې حقایق رابرسيره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *