نواز شريف له جان کري او بانکي مون سره د افغانستان په اړه غږېدلى

د پاکستان صدراعظم نوازشريف د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کري او د ملګرو ملتونو له مشر بانکي مون سره کتلي او د سيمې په عمومي وضعيت، په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په مذاکراتو او يو شمېر نورو مهمو مساېلو يې ورسره خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې صدراعظم نواز شريف د يوه جګپوړي پلاو په ملتيا دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ٧٠يمې غونډې کې د ګډون لپاره د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک کې ښار کې دى.

د پاکستان د دولتي تلويزون د راپور له مخې، صدراعظم شريف د يکشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کري سره د سيمې په سياسي او اقتصادي وضعيت، د ترورېزم ضد جګړې او د افغانستان د سولې د مذکراتو په اړه خبري کړي دي.

جان کري د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه د پاکستان رول ستايلى او همداراز پر پاکستان او هند يې غږ کړى، چې خپلمنځي شخړې دې د خبرو اترو له لارې هواري کړي.

تردې مخکې ښاغلي شريف د ملګرو ملتونو له مشر بانکي مون سره د ليدنې پر مهال ټينګار کړى و، چې د ترورېزم ضد جګړه د پاکستان له لومړيتوبونو څخه ده او په خبره يې، چې هېواد يې له افغانستان سره د ښو اړيکيو ټيننګولو غوښتونکى دى.

ښاغلي شريف همداراز بانکي مون ته ويلي، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو مشر همداراز يو ځل بيا د پاکستان او هند ترمنځ په دې وروستيو کې په رامنځته شوي کړکېچ اندېښنه ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د ختمولو لپاره يې د خپل رول ادا کولو يادونه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په داسې وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير او همدراز د ملګرو ملتونو له مشر سره د افغانستان د سولې په مذاکراتو غږېدلى، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ځنډېدلي دي.

دا په اسې حال کې ده، چې ددغو دواړو افغان خواوو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لومړى پړاو د جولايي په ٧مه نېټه د پاکستان په کوربه توب ددې هېواد په مري ښارګوټي کې ترسره شوى و.

په عين حال کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د شنبې په ورځ په نيويارک کې د افغانستان په اړه يوې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د سولې په مذاکراتو کې د رول لوبولو يادونه کړې وه او ټينګار يې کړى و، چې که چيرې افغان دولت وغواړي، نو پاکستان تيار دى، چې د سولې په مذاکراتو کې مثبت رول ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف د ملګرو ملتونو له مشر او د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه روان پوځي عمليات د پاکستان او سيمې د امنيت لپاره مهم بللي او په دې کې يې د پراخو برياوو ادعا کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *