ملي امنيت وایي اچين كې ۸۵ داعشيان وژل شوي

ملي امنيت: اچين كې ۸۵ داعشيان وژل شوي وروستى تعقيب: د ملي امنيت عمومي رياست د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ۸۵ تنو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.

دې رياست تېره ورځ ناوخته په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا شمېر وسله وال پرون په دوو جلا هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

سرچينه وايي، ۶۰ تنه داعش وسله وال د اچين ولسوالۍ په عبدالخېل سيمه کې او ۲۵ نور په شډل سيمه کې وژل شوي او درې عرادې ډاټسن ډوله موټر يې له منځه تللي دي.

د ملي امنيت د عمومي رياست په وينا، په وژل شويو كې د جليل اورکزي په نوم د داعش ډلې يو تن قوماندان هم شامل دى.

سرچينه زياتوي، ټول وژل شوي کسان پاكستانيان او د حافظ سعيد پلويان دي.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، پرون په اچين ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته كې ۳۵ داعش وسله وال او دوه افغان سرتېري وژل شوي او ۴ افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *