د روسيي ولسمشر د داعش پر وړاندې د يوه سيمه ايز نظم د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده

پوتين له امريکايي رسنيو سره په مرکه کي ويلي: حکومت يي د نړيوالو قوانينو په کړۍ کي د سوريي له دولت سره مرسته کوي خو د سوريي دولت له وسله والو مخالفينو سره د امريکا او يو شمير نورو هيوادونو مرستي له دي قوانينو سره په ټکر کي بولي

د روسیې ولسمشر له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: د بشار اسد په مشرۍ د سوریې حکومت قانوني دی او د نړیوالو قوانینو له مخې د سوریې له دولت سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي. ده د سوریې دولت له وسله والو مخالیفینو سره د امریکا او یو شمیر نورو لویدیځو او عربي هیوادونو مرستې ته په نغوتې سره ویلي دا مرستې د نړیوالو قوانینو پر خلاف تر سره کیږياو نا مشروع دي.

ولاديمير پوتين ویلي: ” زما په آند له سوریې وسله والو سره پوځي مرستې د نړیوالو قوانینو پر خلاف تر سره کیږي او مونږ له حکومته ملاتړ کوو. په سوریه کې یو قانوني ځواک شتون لري او هغه د سوریې ولسمشر بشار اسد پوځ دی زمونږ یو شمیر نړیوال ملګري له ده سره مخالف دي خو ریښتینولي داده چې د سوریې پوځ له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دی.”

روسیې په دې وروستیو کې د ایران عراق او سوریې په ګډون یو استخباراتي مرکز، چې موخه یې د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د مالوماتو راټولول ده رامنځ ته کړی دی. د روسیې ولسمشر په نیویارک کې له خپل امریکایي سیال سره له لیدنې مخکې د داعش پر وړاندې د یوه سیمه ایز جوړښت د رامنځ کیدو وړاندیز کړی دی.

” له داعش سره د مبارزې په موخه مونږ سیمه ایزو هیوادونو ته د همکارۍ وړاندیز کړی دی مونږ غواړو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د همغږۍ لپاره یو جوړښت رامنځ ته کړو.”

د سوریې د جګړې په هکله خبرې په نیویارک کې د نړیوالو مشرانو له مهمو مسلو څخه شمیرل کیږي د هغه مشرانو د خبرو چې د ملګروملتونو په کلنۍ غونډه کې سره را ټول شوي دي. د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو هم په دې هکله سره لیدلي او د ایران ولسمشر له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: که چیرې د داعش د له منځه وړلو هوډ شتون ونلري نو باید د سوریې حکومت د کمزورتیا هڅې ونشي. همدارنګه د فرانسې ولسمشر له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې د سوریې ستونزې پر هوارۍ ټینګار کړی دی.

بله خوا د بریتانیا لومړي وزیر هم ویلي چې له بشار اسد سره یې له مخالفته لاس اخستی او ټاکل شوې په دې هکله د ملګرو ملتونو په ناسته کې خبرې وکړي. د سوریې په څلور کلنۍ جګړه کې نږدې دوه سوه پنځوس زره کسان وژل شوي او له لسو میلیونو ډیر نور کډوالی ته اړ شوي چې ډیریو یې اروپا ته مخکې کړې او دا قاره یې له ډيریو ستونزو سره مخ کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *