په نيويارک کي د افغانستان چين او امريکا ترمنځ درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

په دري ارخيزه ناسته کي په افغانستان کي د سولي امنيت پر ټينگښت، د پخلايني بهير پر ودي او پر ځان د افغانستان پر بسايني ټينگار وشو

اجرايي ريس په افغانستان کي ستونزې گډ درد ښودلی او ددي ستونزې په هواری کې يې د نړيوالي ټولني د ريښتيني مرستي او همکاري غوښتنه کړې ده د امريکا بهرنيو چارو وزير داعش ناببره گواش شودلي او د ده چينايي سيال د افغانستان جغرافيايي شتون د اقتصادي ودي لپاره گتور شودلي دي

په دې ناسته کې چې په افغانستان کې د ستونزو د هواری او ددې هیواد د پرمختګ په هکله تر سره شوې، اجرایي ریس عبدالله عبدالله د امریکا چین پاکستان ایران او یو شمیر نور هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شتون درلود. اجرایي ریس د افغانستان ستونزه ګډ درد ښودلی او ددې ستونزو د هواری په برخه کې یې د ټولو هیوادونو د ریښیتنې همکاری او مرستې غوښتنه کړې ده.

“دوی ویلي: زمونږ پیغام نن واضح دی مونږ غواړو په ریښتینې توګه د سولې پراخ پلان پر مخ بوځو او پرمختګونه وڅارو. مونږ غواړو ترهګرې ډلې هرچیرته چې وي باید له منځه یوړل شي. مونږ له لویو او کوچونیو فورصتونو څخه د سولې د ټینګښت او د پخلاینې پراخ پلان لپاره کار اخلو.

مونږ به د خپلو خلکو د ساتلو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه له ټولو هڅو او لارو کار واخلو.”

په دې ناسته کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د ترهګرۍ له لوري د ګواښونو په هکله خبرې وکړې او له داعش څخه یې د ناببره ګواښ په توګه یادونه کړې ده.

جان کړي ویلي: “ده ویلي: امنیت اوس هم زمونږ له اندیښنو شمیرل کیږي. طالبان او د حقاني شبکې د افغانانو افغان امنیتي ځواکونو او امریکایي سرتیرو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي پّ داسې حال کې چې القاعده اوس هم یو ګواښ دی او داعش په ناببره توګه په سیمه کې یو بل ګواښ رامنځ ته کړی دی”.

جان کري د پخلاینې پر بهیر پر ځان د بساینې او د افغان حکومت ټاکنیز سیستم کې پر سمون ټینګار کړی ویلي یې دي، امریکا له افغانستان سره اوږد مهالو مرستو ته دوام ورکوي ده د افغانانو په مشری د سولې لړۍ د حل یواځينۍ لاره ښودلې ده.

جان کري زیاته کړې: “ده ویلي، زه غواړم پر دې ټینګار وکړم چې امریکا له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرایي ریس عبدالله عبدالله له هڅو ملاتړ کوي مونږ په دي آند یو چې د افغانانو په مشری د سولې بهیر د ستونزو هواری یواځینۍ لاره ده امریکا ولسمشر غني او اجرایي ریس او له ټولو مهمه ده چې پر افغانانو باور لري او مونږ په دې آند یو چې افغانان یو واحد پرمختللی او هوسا افغانستان چې له هر ډول ترهګریز ګواښ څخه په امن کې وي، غواړي او دا غواړي ترڅو یوه بل ته د انسان په توګه درنښت ولري.”

د چین بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان ستراتیژیکې جغرافیې ته په نغوتې سره ویلي: دا هیواد کولای شي حتی د سیمې د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي. له دې سره ده امنیت د اقتصادي او پرمختګ د ودې مهم اړخ ښودلی ویلي یې دي ټول هیوادونه د افغانستان ستونزې په هواری کې د ریښتینې ګامونو پورته کولو دنده لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *