د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته دوام لري. سميه ايز چارواکي وايي: له نن سهاره په لسگونه داعش وسله والو پر امنيتي پوستو بريد کړی په داسي حال کي چي ملي امنيت د داعش د ځپلو ځواک له رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی

د ننګرهار اچین ولسوال حاجی غالب مجاهد ویلي: نن سهار مهال د داعش وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې ددې ډلې لسګونه وسله والو پر امنیتي پوستو برید وکړ، دوی ویلي په بریدګرو کې د پاکستان ملیشه هم شتون لري خو په دې هکله چې په دې نښته کې کوم لوري ته څومره زیان رسیدلی څه نه دي ویلي.

له اچین ولسوالۍ څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې تر اوسه داعش وسله والو د امینتی سرتیرو دوه پوستنې نیولې دي په داسې حال کې چې ملي امنیت د داعش د ځپلو په موخه د ځانګړي ځواک له رامنځ ته کیدو خبر ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *