تحلیل(څیړنه): په سوریه کې د روسیې شتون

روسیې په سوریه کې خپل شتون په ډاګه کړی او په روښانه او عملي توګه د اسد له حکومته ملاتړ کوي. واشنګټن په دې اندیښنه کې دی چې په منځني ختیځ کې به د روسیې شتون په دې سیمه کې د امریکا او ددوی عربي هیوادونو ګټې له زیان سره مخ کړي. نو له دې مخې دا ځل د پخلاینې هڅې د واشنګټن له پتې چټکې شوي دي. روسان په دې آند دي چې دوه کاله مخکې د سوریې ستونزې د هواری لپاره هغه طرحه چې د مسکو له لوري ورکړل شوه او د سوریې لپاره د سولې بهیر تر لاس لاندې ونیول شو عربي او لویدیځو هیوادونوله دې پلانه هرکلی ونکړ. حتی ویل کیږي چې هغه مهال حتی له واکه د اسد د لاس اخستو مسله هم وړاندې شوې وه خو روسان وایي امریکایانو دې وړاندیز ته پآملرنه ونکړه او دې غوښتنې ته یې اهمیت ورنکړ او په دې آند وه چې د خپلو ملګرو عربي هیوادونو لکه قطر او سعودي عربستان د ناټو ملګري هیواد ترکیې په وسیله کولای شي د اسد حکومت رانسکور کړي هغه هم د جګړې او شخړو له مخې نه د خبرو له لارې او په دې برخه کې د روسیې هڅې بې پامه وښودل شوې. اوس مسکو د سوریې مسلې ته ور دننه شوی او حتی نغواړي د اسد د برخلیک په هکله خبرې وکړي او د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اسد له ملاتړو غوښتي ترڅو دی خبرو ته اړ کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د سه شنبه پّ ورځ وویل: چې پّ سوریه کې د روسیې نیت روښانه نه دی ده ویلي که چیرې روسیه د اسد پاتې کیدو لپاره سوریې ته ورغلي وي او که په هغه ځای کې ددې لپاره ده ترڅو اسد ته دا ډاډګیرنه ورکړي چې خبرو ته اړتیا نلري نو زما په آند دا به د سوریې لپاره یو ستونزمن کار وي او دا د ټولو هغه هیوادونو لپاره یوه ستونزه ده کوم چې غواړي د سوریې کورنۍ جګړه د خبرو له لارې هواره شي هغه جګړه چې ډير وخت یې نیولی دی.

ده په سوریه کې د روسانو د ډير فعالیت په هکله د ریپوټونو له تړواو ویلي: پّ دې پړاو کې زمونږ او د پوځیان ارزونه داده چې پّ سوریه کې د روسیې شتون د اوسني نظام ساتنه ده له دې سره ده ویلي په دې هیواد کې د روسیي جنګي الوتکو تر ډيرې مودي شتون د روسیې د نیت په هکله اندیښنې را پاروي.

دا څرګندونې درې ورځې وړاندې هغه مهال شوې دي چې جان کري هیله مندي څرګنده کړه چې ایران او مسکو د هغه نفوذ له مخې چې پر بشار اسد یې لري د سوریې ولسمشر اړ کړي ترڅو ددې هیواد د ستونزو د هواری په هکله خبروته سره کښیني.

روسیه وایي په سوریه کې پراخ پوځي شتون نلري او ددوی دالږ شتون هم پر دوه دلیلونو دی. لومړی دا چې په دې سیمه کې له خپلې پوځي هډې او په سوریه کې له روسانو دفاع کوي او دهم دلیل یې د داعش پر وړاندې په جګړه کې ګډون دی.

د مسکو په آند د بشار اسد مخالفو هیوادونو له لوري په تیرو دوه کلونو کې د داعش ملاتړ شوی او دا ډله ځواکمنه شوي او د داعش دا ځواکمنتیا د ځان پر وړاندې یو ډول ګواښ بولي. دوی ویلي: د قفقاز او منځنۍ آسیا ډيری هیوادونو جنګیالي اوس مهال د اعش له لیکو سره یوځای شوي او که چیرې دوی قفقاز سیمې او یا منځنۍ آسیا ته را وګرځي نو د روسیې لپآره به ډيرې ستونزې رامنځ ته کړي. مسکو وایي داعش د امریکا لپاره هیڅ ډول ګواښ نه ده او نغواړي ددې هیواد پر وړاندې کوم ګواښ رامنځ ته کړي چې یو لامل یې هم له امریکا په زرګونه کیلومتره واټن بولي او حتی هغه وسله وال چې له لویدیځه راغلي بیرته یې خپلو سیمو ته ګرځیدل هم شوني نه ښکاري. خو همدا د قفقاز او منځنۍ آسیا هیوادونو جنګیالي دي چې په ډيرې هوساینې سره خپلو سیمو ته ګرځیدلی شي او دا سیمې د روسیې پر خلاف له تاوتریخوالي او ناخوالو سره مخ کوي. مسکو او تهران اوس منلې چې د څینې وسله والو ډلو په هوکړې سره د سوریې ستونزه هواریدی شي. دوی په دې آند هم دي هغه ډلې چې د عربي هیوادونو له لوري رامنخ ته شوي له دوی ځخه د عربي هیوادونو ملاتړ کیږي او دوی پر وسلو سنبالوي په سوریه کې ځای نلري او له دوی سره خبرې بې ګټې دي. د داعش النصرې جبهې او ځینو نورو وسله والو ډلو له امله نږدې اوه نیم میلیونه سوریان کډوالی ته اړ شوي دوه نیم میلیونه له سختې لوږې سره مخ شوي او پّ سلګونه زره په سوریه او عراق کې وژل شوي دي.

پّ سوریه کې ټول په دې آند دي چې باید د داعش په څیر له بنسټپالو ډلو سره جګړه وشي. اوس په سوریه کې د روسیې په شتون او له اسده یې ملاتړد تلې دروند اړخ په لاس کې لري او ټولې هڅې هم په دې روانې دي ترڅو په دې برخه کې د مسکو رضایت تر لاسه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *