د هيواد يو شمير ملکي او پوځي اداري به له هندوستانه د اړتيا وړ درمل وپيري

ښاغلي غني ويلي په دي هکله يي يو ټيم رامنځ ته شوی

ولسمشر محمد اشرف غني له يو شمير دولتي او ملکي روغتونونو خخه د ليدني پر مهال ويلي بي کيفيته درملو د داکتر او ناروغ ترمنخ د بي باوري د رامنخ ته کيدو لامل شوي په دې برخه کې د تدارکاتو قانون خنډیدلی او له دی وروسته به با کیفیته درمل پیرودل کیږي

له دی سره ښاغلي غني ویلي: د روغتیا په برخه کې خفیثه یي کړۍ بې کیفیته درمل په روغتونونو کې ناسم مدیریت د روغتونونو د ودانیو ناسمه مهندسي د نرسانو کمښت له روغتونونو نه څارنه په وړیا ډول د روغتیایي چوپړتیا وړاندې کول او د روغتیا برخې د څارونکو نشتون نورې نیمګړتیاوې دي چې شتون لری. د افغانستان د درملو پلورونکو د ټولنې د مالوماتو له مخې، افغانستان هرکال د څلور میلیونو ډالرو په ارزښت له پاکستانه درمل واردوي چې د لږې بې له امله ښه پلورل کیږي.

تیر کال د ادارې فساد بر وړاندې د مبارزې خپلواکې ادارې اعلان وکړو چې په سلګونه پاکستاني شرکتونه د افغانستان لپاره بې کیفیته درمل جوړوي. په دې ریپوټ کې راغلي په داسې حال کې چې دا شرکتونه په پاکستان کې د خپلو درملو د پلورلو اجازه نلري خو خپل درمل پر افغانستان پلوري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *