د اختر په لومړی ورځ په منا کي ديري مرگ ژوبله ايراني حجاجو ته رسيدلي ددي هيواد د رسمي خبري آژانسونو د ريپوتونو له مخي په دي پيشه کي ۱۳۰ حاجيان مره ۹۹   تپيان او ۳۴۰ تر اوسه تري تم دي. د عربستان شاه ددي پيشي د خيرولو حکم کري دي

د رارسيدلو ريپوتونو له مخي د منا په پيشه کي ديري مرگ ژوبله ايراني حاجيانو ته رسيدلي ده دا خونري پيشه د اختر په لومري ورخ د گني گوني له امله رامنخ ته شوي ده. دایران خبري آژآنس ایرنا نن اعلان وکړ چې په دې پیښه کې یو سل شپږ دیرش حاجیان مړه نهه نوي ټپیان او درې سوه څلور څلویښت نور تر اوسه تري تم دي.

ایراني چارواکیو ویلي: د علي جنتي په مشری چې د اسلامي ارشادو او کلتور وزیر دی د پیښې د څیړنې په موخه د پنجشنبه په ورځ عربستان ته سفر کوي. د ایران دولت ددې پیښې په هکله پر عربستان نیوکه کړې او تر اوسه یې دوه څلې په تهران کې د عربستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی دی. د ایران بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د سفیر د ورغوښتلو په هکله ویلي دا ګام یې تر نږدې راتلونکې د تري تم کسانو د پیدا کولو او په ایران ته د مړیو د رالیږدولو په موخه پورته شوی دی.

له دې سره د ناجیریا ولسمشر هم د عربستان له هیواده غوښتي ترڅو د منا د پیښې د رامنځ ته کیدو په هکله پلټڼې وکړې او بیا ځلې ددې ډول پيښې د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي. همدارنګه د عربستان مفتي ویلي، د منا پیښې کنترول د انسان له وسه وتلې خبره وه او د سعودي پر دولت باید له نیوکې ډډه وشي دوی دا پيښه له قضا او قدر سره تړلې ښودلې ویلي یې دي: په دې برخه کې د سعودي عربستان چارواکي مسولیت نه لري له دې سره د سعودي شاه د حج مراسمو بهیر ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. د منا په پیښه کې د سعودي عربستان رسنیو د قربانیانو شمیره اوه سوه اولس کسان اعلان کړې او ډيری قربانیان ایرانیان دي چې د وژل شویو شمیره یې یو سل شپږ دیرشو کسانو ته رسیږي او مراکیش د اوه اتیا کسانو په له لاسه ورکولو سره دوهم ځای لري. فرانسې خبري آژآنس د سعودي عربستان د چارواکیو له خولي لیکلي په وژل شویو کسانو کې د پاکستان، هند، الجزاير، بنين، بروندي، کامرون، چاد، مصر، اندونيزيا، کنيا، هالند، نيجر، سوماليا و تانزانيا اوسیدونکي شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *