ملگرو ملتونو او د يو شمير هيوادونو مشرانو د حج په مراسمو کي د ۱۳۰۰ حاجيانو، چي خپل ژوند يي له لاسه ورکړی له کورنيو سره په وير کي ځانونه شريک ښودلي دي

د حج د روان کال په مراسمو کې وروستی پیښې چې له امله یې ۱۳۰۰ حاجیان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شول بیلا بیلو ډوله نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. په ډيریو پیغامونو کې چې د نړیوالو بنسټونو او هیوادونو د مشرانو له لوري خپاره شوي یواخې د خواخوږۍ او صبر او حوصلې پر غوښتنه بسنه شوې ده خو د سعودي عربستان کمزوري مدیریت نه یادونه شوې او نه هم پرې نیوکه.

د مالوماتو له مخې د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون د منا پّ پیښه کې د قربانیانو اوټپیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې دوی یې صبر او حوصلې ته را بللي دي. له دې سره د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون د سپینې ماڼۍ چارواکیو اویو شمیر نورو اروپایي مشرانو هم په دې پیښه یوآځې خواشیني ښودلې ده.

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند په ډې تړاو ویلي: په داسې حال کې چې د نړۍ مسلمانانو له لوی اختر څخه نمانځنه کوله د حج په مراسمو کې د ګډونوالو کورنۍ د ویر په ټغر کښیناستلې ده نه یواځې د قربانیانو کورنیو ته بلکې ټولو مسلمانانو ته ډاډ ګیرنه ورکړې ده.

بله خوا د اروپایي پارلمان ریس مارټین شولتز په خپله ټویټر پاڼه کې د یوه پیغام په لیکلو سره د منا په پیښه کې د ټپیانو لپاره د روغتیا غوښټنه کړې ده او د آلمان بهرنیو چارو وزیر ددې پیښې په رامنځ ته کیدو خواشیني ښودلې ده

د ویلو وړ ده چې د منا پیښه د سعودي عربستان د چارواکیو د ناسم مدیریت له امله رامنځ ته شوې چې له امله یې ۱۳۰۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *