د هغه سوريي کورنيو له هيلو ډکو هڅو چي له څه مودي راهيسي يي د اروپا په لور مخه کړې د نړيوالو پاملرنه را گرځولې ده

خو سوريان يواځيني کسان نه دي چي د نړيوالي ټولني مرستو ته اړتيا لري

له دې سره چې په افغانستان کې د نړیوالو موخو کچه ټیټه شوې او ډیری بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي خو په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړل شوی دی او له دې هیواده په لوړه کچه افغانان چې ډيری یې ځوانان دي د ناامنۍ تاوتریخوالي او بیکاری له امله د خپلو کورونو پریښودو په حال کې دي.

د افغان کډوالو دا سفر له ډیریو ګواښونو سره مل وي په ځانګړې توګه ددوی له پاره له ایرانه ترکیې ته د رسیدو لاره ډیره خونړۍ ده او د ځینو افغان کډوالو لپآره خو له دې هم ډیر ګواښ رامنځ ته کیږي ددوی له خپل هیواده تښتي او یواځې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو د تیریدو لپاره په بسونو کې ځي او نور تر اروپا پلي روان وي ځکه چې قاچاقچیانو او موټر چلونکو ته د پیسو ورکولو وس نلري.

د فارن پالیسی د ریپوټ له مخې ډیری افغانان هم د سوریانو او عراقیانو په څیر د کډوالو لپاره ډيری د ناامنیو او شخړو ډک دلایل لري چې هیواد یې تر سیوري لاندې راوستلی دی او دوی هم حق لري ترڅږ له دوی سره انساني چلند وشي دوی ته امن ځای رامنځ ته شي ترڅو وکولای شي چې د منل کیدو چارې پر مخ بوځي. کار پوهان به دې آندي له هغه کډوالو سره چې له افغانستان سوریې او عراق څخه اروپا ته ځي دوه ګونی چلند سیاسي اړخ لري. ددوی په آند له سوریي کډوالو د بشاراسد پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخستل کیږي په داسې حال کې چې افغان او عراقي کډوال له دې ظرفیته برخمن نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *