د لبنان الديار ورځپاڼې د ريپوټ له مخي د سعودي عربستان شاه ملک سلمان د د منا تيري ورځې د پيښي د ۲۸ مسولينو او عاملينو د سر غوڅولو حکم صادر کړی دي

دا په داسي حال کي ده چي د تيري ورځې په پيښه کي ۱۳۰۰ حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۰۰ نور ټپيان دي

د لبنان چاپ الديار ورځپاڼې د ریپوټ له مخې د حج په مراسمو کې د تیرې ورځې په پیښه کې چې له امله یې درې زره حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ددې هیواد شاه ملک سلمان د اته ویشتو مسولینو او عامیلیونو د سر پرې کولو حکم کړی دی.

له دې سره دوی ویلي چې د عربستان د شاه دا حکم به د جمعې په ورځ پلی شي. سرچېنې چې نه یې د غوښتي نوم یې واخستل شي له دې سره ویلي د حج مراسمو دا پیښه په تیرو دوه پنځوسو کلونو کې ساری نلري. دا حکم پّ داسې حال کې د عربستان شاه ملک سلمان له لوري صادریږي چې د یادې ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، پیښه هغه مهال رامڼخ ته شوه کله چې د منا په مراسمو کې د سلمان بن عبدالعزیز چې د دفاع وزیر او ولیعهد ځای ناستی دی کاروان ورګډ شو. د سعودي عربستان چارواکي غواړي په دې خبر پرده واچوي او نغواړي ترڅ خپور شي.

الدیار ورځپاڼې لیکلي: ریښتینولي داده چې د ګڼې ګوڼې پر مهال په منا کې محمد بن سلمان په دې مراسمو کې د ګډون پریکړه وکړه او دی د پوځ له دوه سوه او د پولیسو له یو سل پنځوسو سرتیرو سره چې له هر لوري یې دده امنیت نیولی وو مراسمو ته د ننه شول او د منا مرکز ته یې ځان ورساوه دا هغه مهال وو چې د حجاجو په خوځښت کې بدلون راغلی او دا پیښه رامنځ ته شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *