د حج مراسمو د تيري ورځې له پيښې وروسته ۸ تنه افغان حاجيان هم تري تم دي د حج او اوقافو وزارت مرستيال عبدالحق عابد ويلي تر اوسه ددي کسانو د برخليک په هکله مالومات شتون نلري بله خوا ددي وزارت سلاکار محراب علي دانش ويلي د تيري ورځې په پيښه کي افغان حاجيان شتون نلري

د سعودي عربستان د چارواکيو په وينا د منا تيري ورخي په پيشه کي اوه سوه اولس کسان مره او له اتو سوو دير نور تپيان دي خو د حج او اوقافو وزارت مرستيال عبدالحق عابد ويلي د غير رسمي شمير له مخي په دي پيشه کي يو زر دوه سوه کسان مره شوي او له دوه زره دير نور تپيان دي. دا په داسې حال کې ده چې معبترو نړیوالو خبري آژآنسونو په ډې پیښه کې د مړینې شمیره یو زر درې سوه او د ټپیانو یو زر پنځه سوه کسان اعلان کړې ده. د حج او اوقافو وزارت مرستیال ویلي له دې پیښې وروسته اته تنه افغان حاجیان هم تري تم شوي او تر اوسه ددوی د برخلیک په هکله مالومات شتون نلري

ښاغلي عابد وویل: عربستانپه دې سیمه کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او تراوسه هیچاته د هغه کسانو د لیدنې اجازه نه ورکوي کوم چې په دې پیښه کې مړه شوي دي. د حج او اوقافو وزارت سلاکار محراب علي دانش له منا څخه له تمدن ټولیزیون سره په مرکه کې ویلي ددوی د څیړنو له مخې د تیرې ورځې په پيښه کې افغان حاجیانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی

د حج او اوقافو وزارت مسولین وایی په دې هکله څیړنې روانې دي او د افغانی حاجیانو د برخلیک په هکله څه نشي ویلی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *