د امريکا دفاعي چارواکي په افغانستان کي د څیړنو په حال کي دي   ددي څیړني له مخي کيدای شي له دوه زره شپارسم کال وروسته هم په زرگونه امريکايي سرتيري په افغانستان کي پاتي شي

د مالوماتي سرچینو د مالوماتو له مخې په افغاسنتان کې د بهرنیو ځواکونو مشر جان کمپل د افغانستان د حالاتو په هکله پنځه ډول تګلارې پنټاګون او د ناټو مرکز بروکسل ته استولې دي. د روسیې د اسپوتنیک خبري آژآنس د ریپوټ له مخې دا تګلارې اتو زرو ته د امریکايي سرتیرو د شمیرې د را ټیټولو، تر نیمایي ددې ځواکونو کمښت او تر څو سوو د سرتیرو شمیرې ته د امریکاي ځواکونو د لږولو او د اوسنۍ تګلارې په هکله دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ښاغلي غني سره په لیدنه کې ویلي وو چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې یوآځې نهه زره اته سوه امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. ددې ریپوټ له مخې: له عراقه په دوه زره یولسم کال کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ددې هیواد امنیتي حالاتو او د داعش پرمختګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو بده اغیزه کړې ده. خو دا په داسې حال کې ده چې د ډيریو کارپوهانو په آند له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې د ترهګری پر وړاندې د امریکا او ناټو جګړې نه یواځې چې کومه ګټه نه درلوده بلکې په څینو برخو کې د ترهګری لمن د ورځې په تيریدو سره پراخیږي او د ناامنیو کچه لوړیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *