د چین ولسمشر واشنګټن ته سفر کړی

د چین د ولسمشر امریکا ته د سفر نه مخکې د امریکا ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د چین نه غوښتي دي چې سیاسي بندیان خوشي کړي.​​ د چین د ولسمشر امریکا ته د سفر نه مخکې د امریکا ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د چین نه غوښتي دي چې سیاسي بندیان خوشي کړي.​​

د چین د ولسمشر شي ژين پینگ به واشنگټن ته د سفر په وخت په چين کې د بشري حقوقو په موضوع زیاته توجه ولري.

د چین د ولسمشر امریکا ته د سفر نه مخکې د امریکا   ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د چین نه غوښتي دي چې سیاسي بندیان خوشي کړي.

میرمن رایس چین ته درې سفرونه کړیدي. هغې په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې هغې د خپل هر یو سفر په وخت کې په چین غږ کړیدی چې د بشري حقوقو وضیعت ته پام وکړي.

هغې وویل چې د وکیلانو، ژورنالستانو او د اداري فساد په خلاف د مبارزینو د بندي کولو سره چین خپل پرمختگ او د خوشحالۍ په لاره کې په خپله خنډونه جوړوي. هغه وايي نړۍ د انټرنیټ نه گټه اخلي او چین د خپلو هیوادوالو لپاره انټرنیټ ته لاسرسی مشکل کړی دی.

چین ولسمشر به د امریکايي مقاماتو سره په مختلفو شریکو گټو چارو هم خبرې کويچین ولسمشر به د امریکايي مقاماتو سره په مختلفو شریکو گټو چارو هم خبرې کوي

امریکا کې د حقوقو مبارزین او ډلې وايي چې د چین د ولسمشر شي ژين پینگ د حکومت په وخت کې د دولت په ملاتړ د بشري حقوقو خلاف سرغړونه زیاته شوې ده.

ویل چین د بشري حقوقو د وضعیت په اړه پر شا روان دی او د شمالي کوریا په څېر کیږي، چې د بشري حقوقو په برخه کې ډیر زیات خراب شهرت لري.

د بشري حقوقو یو شمېر مبارزین چې د امریکا کانگرس یوې غونډی ته رابلل شوي وو دوي په غربي هیوادونو په دې سبب سخت انتقاد وکړ چې د چین نه د بشري حقوقو په وضعیت ځان نه خبروي.

یو چیناېي امریکايي چې دغې غونډې ته بلل شوی و وایي زه دا باور لرم چې د چین د بشري حقوقو وضیعت ډیر زیات خراب دی او دا ځکه چې غربي هیوادونه د چین په اړه ډېره نرمه پالیسي لري.

دغو فعالینو د امریکا نه وغوښتل چې امریکا دې د چین سره خپلې تجارتي اړیکې د هغه هیواد د بشري حقوقو د وضعیت سره وتړي.

نزرانه غفار یوسفزۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *