حوثيانو دوه عرب سرتېري تښتولي

حوثيانو دوه عرب سرتېري تښتولي حوثي ياغيانو په يمن كې مېشت د سعودي عربستان دوه سرتېري تښتولي دي.

د عربي هېوادونو د ايتلافي پوځ وياند بريد جنرال احمدالعسيري په دې اړه رسنيو ته ويلي، سرتېري حوثي ياغيانو تښتولي چې لا هم ژوندي او له دغو جنګياليو سره بنديان دي.

نوموړي زياته كړې چې له دغو دوو تښتول شويو سرتېرو سره د وركو شويو سعودي سرتېرو شمېر دريو ته ورسېد.

العسيري وايي يو سرتېرى څه موده مخكې لادركه شوى و او لا يې هم درك نشته چې مړ دى او كه دى به هم د حوثيانو سره بندي وي.

عرب ځواكونه د سعودي عربستان په مشرۍ په يمن كې له حوثيانو سره د دې لپاره جنګېږي چې هلته د يمن سني برطرفه شوى جمهور رئيس عبدالربه منصور بېرته خپل واك ته ورسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *