چين، سويلي او شمالي کوريا د چين دولت وروستۍ تگلارې پر تصويب نيوکه کړې ده

چين ويلي: د جاپان دا پريکړه به په سيمه کي امنيت له گواښ سره مخ کړي. شمالي کوريا ويلي، د جاپان ددي پريکړې په غبرگون به خپلي پوځي ځواکمنتيا ته زور ورکړي

د جاپان پارلمان دوه ورخي مخکي داسي يوه تگلاره تصويب کره چي له دي وروسته جاپاني سرتيري کولاي شي له پولو بهر پوخي عمليات تر سره کري. د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې جاپان په خپله دفاعي تګلاره کې دا ډول بدلون رامنځ ته کوي. ددې هیواد لومړي وزیر شینزو آبه دا ګام پّ سیمه کې د پوځي سیالي په ځانګړې توګه د چین پوځي ودې په موخه یې دا ګام پورته کړی دی.

له دې وروسته د جاپان پوځ کولای شي د خپل یا ملګري هیواد د فاع لپاره خپل سرتیري له پولو بهر واستوي. چین د جاپان دفاعي تګلارې ددې بدلون په غبرګون ویلي د توکیو وروستۍ پریکړه پّ سیمه کې امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي او جاپان ته یې سپارښتنه کړې ترڅو له تاریخ څخه عبرت تر لاسه کړي. چین ویلي: جاپان په ډې سره ددې هیواد د سولې غوښتنې قانون تر پښو لاندې کړی. شمالي کوریا هم د جاپان پّ دې پریکړې سره ویلي: خپل پوځي ځواک به د توکیو له دې پریکړې سره پیاوړی کړي. سویلي کوریا بیا له جاپانه غوښتي ترڅو خپله دا تګلاره روښانه کړي دوی ویلي: توکیو حق نلري ترڅو د کوریا تاپووزمې د امنیت په هکله یوه اړخیزه پریکړه وکړي له دې پرته چې د ټولو هیوادونو هوکړه تر لاسه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *