د ایران مشر:

سیاسي او کلتوري نفوذ له اقتصادي او امنيتي نفوذ څخه ډير خطرناکه دی/ دښمن د ټولنې د باورونو د بدلون او په پریکړه کونکو مرکزونو کې د نفوس په هڅه کې دی.

د ایران مشر آیت الله خامنه اي د چهار شنبې په ورځ د ایران سپاه پاسدارانو له مشرانو سره په لیدنه کې سپاه الهی لوی نعمت ښودلی هغه سپاه چې په کورنیو او بهرنیو اړخونو کې د پردیو د لاسوهنې مخنیوی کوي او دا پلانونه په جرړو کې شندوي. د ایران مشر ویلي: دښمن د اسلامي انقلاب د له منځه تلو په سیاسي او کلتوري برخو کې د نفوذ د ډيرښت په تمه دی ترڅو په دې سره وکولای شي خپلې چلوټې پلې خپلې موخې پیاوړي او انقلابي روحیه کمزورې کړي چې دوی به د دشمن دا موخې ودې ته پرې نږدې او په جرړو کې به یې شنډې کړي.

دی له دې سربیره چې د سپاه اصلي دنده ټولو کورنیو بهرنیو او نړیوالو هغه مسایلو ته رسیدنه ده کوم چې ګواښ رامنځ ته کولای شي. ده ویلي: د اسلامي انقلاب سپآره یواځې یو سازمان نه دی چې په خپلو اداري کارونو بوخت وي بلکې د کورنیو او بهرنیو مسایلو یوه څارونکې اداره ده.

آیت الله خامنه اي په دوام کې ویلي: مونږ هیڅکله جګړه نه ده پیل کړې او نه به دا کار تر سره کړړو خو دې ته په کتو سره چې اسلامي انقلاب تل له ګواښونو او چلوټو سره مخ دی د سپاره تل پاتې هوښیاري او ویښتیا تل ددې ګواښونو مخنیوی کړی او باید له دې ډیره هڅه وکړي.

د ایران مشر دې ته په نغوتې سره چې د دښمن د نفوذ یوه لاره په باورونو کې د خلل رامنځ ته کول ده وویل: له دښمنه منظور نړیوال استکبار چې ښکاره مخ یې امریکا ده مرتجع رژیمونه او ضعیف النفسه انسانان یې عوامل دي.

له دې سره ده ویلي: د اسلامي انقلاب دښمنان هغه کسان دي چې له کلونو راهیسې یې د امنیت د رامنځ ته کولو له ترهګرۍ سره د مبارزې د دموکراسۍ رامڼځ ته کولو او د سولې د ټینګښت شعارونه ورکړي او په دې بهانې سره سیمې ته راغلي دي خو اوس مهال ددوی لاسته راوړنې ناامني د ترهګری وده او د جرګې د اور د لمنې پراخیدل ده.

له دې سره آیت الله خامنه اي زیاته کړې: پّ سیمه کې د دموکراسۍ رامنځ ته کول چې د ارمیکا یانو له لوري په یوه شعار ګرځیدلی اوس مهال پّ سیمه کې د ناامنۍ د رامڼځ ته کیدو او د سیمې د شنل کیدو سبب شوی ځکه اوس مهال مرتج ترینه او دیکتاتور ترینه رژیمونه پّ سیمه کې د امریکا په مرسته او ملتیا سره خپلو جنایاتو ته دوام ورکوي.

د ایران مشر له کورني سیاست څخه رامڼځ ته شوې ایدیولوژي او دیپلوماسي د لویدیځ د نورو تبلیغاتو په توګه یادونه وکړه وویل: دوی غواړي چې مونږ په خپل بهرني سیاست کې له خپلو اصولو کار وانخلو خو زمونږ فکر عقیده او ایدیولوژي پّ ټولو برخو کې زمونږ تګلاره او لارښونکې شمیرل کیږي.

ده ناب اسلام دانقلاب ټول اړخونه ښودلی پر عوامانه ابلهانه او تکفیرونو نیوکه کړې ویلي يې دي: پر عقل نقل قران مستندو او د حضرت نبي کریم ص په احادیثو ولاړ اسلام زمونږد انقلاب ستنه ده چې د نړۍ په ټولو محافلو کې پّ قوي منطق سره د وړاندې کولو او دفاع وړ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *