د ایران او امریکا ترمنخ اړیکې ښې کیدای شي

د ایران ولسمشر حسن روحانی دا خبرې په نیویارک کې کړې دي

ايران او امريکا د اتومي هوکري سره د دشمينو کموالي په برخه کي لومري گام پورته کري دي د ايران ولسمشر حسن روحاني د دي مطلب په حرگندلو سره د امريکا يو تلويزيون سره په مرکه کي ويلي چي داورو هيوادونو ترمنح بي باوري او اختلافات به دير ژر حل نشي خو که چيري امريکا دشمني شاته و غورحوي او شه نيت شکاره کري نو اوسني اريکي به بدلون وکري

د ملگرو ملتونو په کلني ناسته کي د گدون په موخه نيويارک ته د سفر پر مهال د ايران ولسمشر حسن روحاني له امريکا سره د خپل هيواد د اريکو په هکله ويلي ايران او امريکا د اتومي پلان په هوکري سره د اريکو شه والي په لور لومري گام پورته کړی دا ډيره مهمه مسله ده.

له دې سره ده ویلی د امریکا او ایران تر منخ د بې باوریو او دښمنۍ له منخه وړل تر نږدې راتلونکې شونې نه دي روحاني دا مرکه له یوه امریکایي ټلویزیون سره کړې ده.

ده د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په هکله وویل: دواړه هیوادونه باید په دې برخه کې د انسان دوستی له مخې په ګډه ګام پورته کړي. حسن روحاني مرک په امریکا د ایران شعارونو په هکله وویل، دا شعارونه د امریکا د خلکو پر وړاندې نه دي. ده ویلي د امریکا سیاستونه تل د ایرانیانو په زیان وو او نشو کولای چې تیر وختونه له هیره وباسو خو باید راتلونکې ته هم پاملرنه ولرو.

روحاني په دې شپیته دقیقه کې مرکه کې چې تیره شپه خپره شوه ویلي که چیرې امریکا دښمنې څنډې ته کړي او له ځانه ښه نیت وښیي او تیر زیانونه جبران کړي نو په راتلونکې کې به ایران او امریکا ښې اړیکې ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *