د يمن په پلازمينه صنعا کې د عربِي ايتلاف په يوه هوايي بريد کي ديرش ملکي کسان وژل شوي دي. د ريپوټونو له مخې دا بريدونه تيره ورځ د خلکو پر کورونو تر سره شوي. بله خوا د يمن روغتيايي ادارو د صنعا له روغتونونو سره د نړيوالي ټولني د مرستو غوښتنه کړې ده

پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د هوایي بریدونو په ډيرښت سره، ایتلافي جنګي الوتکو د صنعا دوه پخوانی سیمې تر هوایي بریدونو لاندې راوستلې دي. د را رسیدلو ریپوټونو له مخې په دې بریدونو کې له دیرشو ډیر ملکي کسان وژل شوي دي او په لسګونه نور ټپیان دي. له دې سره په دې بریدونو کې ډيریو کسانو خپل کورونه او هټۍ هم له لاسه ورکړې دي.

د صنعا اوسیدونکې : ” مونږ په ناببره د درنو چاودونو غږ واورید ښیښې او کړکۍ ماتې شوې. مونږ د خپل ګاونډي کره لاړو خو ده تر ړنګو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او دده اته ماشومان هم وژل شوي وو.”

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې ایتلاف د هوایي بریدونو سربیره په صنعا کې پر دولتي مرکزونو له اویا ډیر توغندي هم توغولي دي.

د یمن پلازمینې صنعا روغتیایي مسولینو په داسې حال کې ددې ښار له روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو اړینو مرستو غوښتنه کړې چې د مرګ ژوبلې کچه د ورځې په تیریدو سره لوړیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *