د استاد برهان الدین رباني څلورم تلین ونمانڅل شو

اوسني او پخواني ولسمشرانو پريوالي او د يوه بل پر منلو ټينگار وکړ

په هغه مراسمو کي چي د سولي عالي شورا پخواني ريس استاد برهان الدين رباني د تلين په موخه تر سره شوي وو ولسمشر محمد اشرف غني وويل، د سولي ټينگښت لور لگښت لري خو افغان دښمنه به بريالي نشي

ولسمشر محمد اشرف غني د استاد برهان الدین رباني د تلین په موخه تر سره شویو مراسمو ته د ویدیویی پیام په استولو سره خدای بښلی رباني او اوسنۍ حکومت بنسټ ایښودونکی او د سولې د لارې شهید ښودلی ویلي یې دي، استاد برهان الدین رباني د اوسنیو ستونزو د هواری یواځینۍ لاره د سولې ټینګښت ښودله. ښآغلي غني له ډې سره چې سولې زمونږ په ولس دروند بیټی تپلی وویل: افغان دښمنه د پخلاینې بهیر د ناکامولو هڅې کوي خو مونږ باید تر خپل منځ اختلافات له منځه یوسو او ددښمنانو چلوټې شنډې کړو

په دې مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم استاد رباني د نړي او هیواد لوی شخصیت ښودلی ویلي یې دي، د استاد برهان الدین رباني د ترور پیښه یواځې د سولې بهیر ته د زیان رسولو په موخه رامنځ ته شوې ده او استاد د سولې عالي شورا ته سیمه ایزو او نړیوال شهرت ور پښلی دی، ښآغلي کرزي یو ځل بیا د افغانستان په هکله د امریکا او پاکستان پر سیاست نیوکه وکړه وویل: دې دوه هیوادونو په یوې ګډې چلوټې سره د افغانستان پوځي ځواک له منځه وړی دی. دوی د افغانانو ترمنځ پر یووالي د ټینګار ترڅنګ وویل: که چیرې مونږ ته مالوم وی هیڅ کله به مو د امریکا او پاکستان چلوټې پلې کید ته نه وی پریښې. ښاغلي کرزي له دې سره چې اوسنۍ ستونزې د لنډې مودې لپاره او تیریدونکي دي له ځوانانو وغوښتل ترڅو د دښمنانو تبلیغاتو ته غوږ نه شي او پردیو هیوادونو ته د تګ لپاره د سر په بیه له سفرونو ډډه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *